د ایراني ځواکونو او وسلهوالو تر منځ نښته
په ایران کې د ایراني ځواکونو او وسلهوالو تر منځ نښته شوي ده
د ایران دولتي رسنۍ خبر ورکړی، چې د دې هېواد ختیځو پولو سیستان او بلوچستان کې پوله ساتو ځواکونو یې له یوې وسله والې ډلې سره نښته کړې.
د ایران د اسلامی جمهوریت رسمي خبري آژانس (ایرنا) د سیستان او بلوچستان د پوله ساتو ځواکونو د قومندان له قوله لیکلي، چې په نښته کې د وسله والې ډلې یو غړی وژل شوی دی.
دغه وسلهواله ډله لا معلومه نه ده
ایرنا په خپل رپوټ کې د دې ډلې نوم نه دی اخیستی او یوازې یې د “ترهګرې ډلې” په نامه يې یاده کړې ده.
همدارنګه د ایرنا رپوټ کې د نښتې کره ځای هم نه دی په ګوته شوی.
د ایران د دولتي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، چې په دې جګړه کې د یوه ایراني پوله ساتونکي په ګډون یو شمېر کسان ټپیان شوي هم دي.
نور ولولئ: ایران د خیبر په نوم نوی توغندی جوړ کړی چې تر ۲۰۰۰ کیلومتره لرې واټن ویشتلی شي
د ایرنا رپوټ چې په یو شمېر نورو ایراني رسنیو کې هم خپور شوی په کې راغلي، چې دا وسله واله نښته له مخکې پلان شوې وه.
دوی لیکلي، ایراني ځواکونو په پام کې لرله، چې کمین ورته ونیسي او یاده وسله واله ډله محاصره کړي.
د تېرې جون میاشتې په لومړیو کې د ایران او د طالبانو د سرحدي ځواکونو ترمنځ وسله واله نښته کې د دواړو خواوو څو پوله ساتونکو ته مرګژوبله واوښته
د ایران د ختیځې پولې کړکېچن حالت
له وروستیو میاشتو راهیسې د ایران په ختیځو پولو کې امنیتي وضعیت ښه نه دی.
د تېرې جون میاشتې په لومړیو کې د ایران او د طالبانو د سرحدي ځواکونو ترمنځ وسله واله نښته کې د دواړو خواوو څو پوله ساتونکو ته مرګژوبله واوښته.
بلخوا د ایران د پوله ساتو ځواکونو قومندان وروستۍ هغې جګړې ته اشاره کړې چې د مې میاشتې په ۳۱مه د پاکستان سره په پوله د جیش العدل ډلې په برید کې د دې هېواد پنځه پوله ساتونکي ووژل شول.
دا برید په سیستان او بلوچستان کې په وروستیو میاشتو کې تر ټولو خونړی برید و.
يوه نيمه مياشت مخکې هم په همدې سيمه کې دوه پوليس له وسله والو سره په نښته کې وژل شوي وو.
د جیش العدل سربېره، چې ځان د “عدالت او مساواتو پوځ” په توګه پېژني د ایران ختیځه پوله د نشي توکو قاچاق کوونکو او حکومتي سرتېرو د مقاومت ځای هم دی.
د یادونې ده چې ایران کې د اعدامونو لویه برخه د نشي توکو اړونده جرمونو پورې تړاو لري.