Uncategorized

د بشري حقونو د څار سازمان: د افغان نجونو پر مخ د زده کړو بندیز نړۍ ته بې ارزښته دی

د بشري حقونو د څار بنسټ پر نړیوالو نیوکه کړې چې ګواکي دوی ته د افغان نجونو زده کړې ارزښت نه لري

طالبانو د افغان نجونو او ښځو پر کار او زده کړو بندیز لګولی او دوی یې له دغه انساني او بشري حقونو محرومې کړي دي.

د بشري حقونو څار بنسټ وايي چې د تېرو درېیو کلونو په ترڅ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې د نجونو زده‌کړو ته ارزښت نه دی ورکړی.

د نجونو پر زده کړو بندیز درې کلن شو

یاد بنسټ سه‌شنبه د وږي پر ۲۷مه په یوې خپره کړې بیانیه کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې له شپږم ټولګې پورته د نجونو زده‌کړو د محرومیت درېیم کال په مناسبت لیکلي چې دا ډله له زده‌کړو د نجونو په محرومولو سره د هېواد د پوهنې سیسټم ته اوږدمهاله زیان رسوي.

په بیانیه کې راغلي: «په داسې حال کې چې د افغان نجونو د منځنۍ زده‌کړې موضوع په نړیواله کچه ډېر بحثونه رامنځ ته کړي، خو دولتونو او نړیوالو بنسټونو تر اوسه دې موضوع ته ارزښت نه دی ورکړی.»

نور ولولئ:  طالبان افغانستان کې ښځې له کار او زده کړو منع کوي، خو بهر کې له نیم لوڅو سره انځورونه اخلي

نور ولولئ: امریکايي سفیرې د طالبانو پر وړاندې د نړۍ هېوادونه یو والي ته راوبلل

نور ولولئ:  ګورډن براون: د طالبانو له خوا د افغان ښځو او نجونو ځورول د بشریت ضد جنایت دی

د بشري حقونو څار بنسټ په وینا، د نجونو پر زده‌کړو د طالبانو بد ندیز له کبله به د هېواد په ښوونیز سیسټم کې «جنسیتي نابرابرۍ» رېښې وکړي.

د بشري حقونو د دغه بنسټ په اند، دا بندیز د افغانانو د ژوند پر بېلابېلو اړخونو منفي اغېز لري.

afghan (56)
د نجونو زده کړې او پر هغوی د طالبانو بندیز

د ښځینه کادرونو د کمښت محسوسېدل

نوموړي بنسټ ویلي چې که له زده‌کړو د نجونو راګرځېدو بهیر همداسې دوام ولري، افغانستان به په راتلونکو څو کلونو کې د ډاکټرانو، نرسانو، ښځینه‌ښوونکو او لوستو ښځو له جدي کمښت سره مخ شي.

که څه هم نړیواله ټولنه او افغان ملت بار، بار د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو پرانېستل غواړي، خو طالبانو لا هم دغې غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

د طالبانو رژیم وايي، د نجونو زده کړو ته به زمینه برابروي، خو به د دریو کلونو په تېرېدو دوی تراوسه کومه حل لاره نه ده راایستلې.

د بشري حقونو د څار بنسټ یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې دا بندیز پای ته ورسوي.

طالبانو شاوخوا درې کاله مخکې لږ تر لږه ۱.۴ میلیونه نجونې د زده‌کړو له حقه بې برخې کړې دي.

د اسلامي نړۍ او د افغانستان دیني علماءکرامو هم بار، بار دغه غوښتنه کړې، خو طالبان لا هم چوپ دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button