ځایی

د بشري حقونو د څار سازمان: طالب چارواکي د تېر حکومت ښځینه پولیسې ګواښي

د بشري حقونو د څار سازمان په وروستي راپور کې وايي، طالب چارواکي د تېر حکومت ښځینه پولیسې ګواښي

د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان (هيومن رايټس واچ) وايي چې په افغانستان کې طالب چارواکو هغه مېرمني ګواښلي دي چې په تېر جمهوري حکومت کې يې په پوليسو کې دندې تر سره کولې.

د سازمان د ۲۶ پاڼو راپور د اکتوبر پر ۱۰مه د “دوه ګونی خیانت: د افغان ښځینه پولیسو پر وړاندې تېر او اوسنی ناوړه چلند” تر عنوان لاندې خپور شوی.

په راپور کې راغلي دي چې د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د ورپېښو ګواښونو له امله ډېری پخوانۍ ښځينه پوليسې پټېدو ته اړ شوې دي.

ښځینه پولیسې تر جنسي زور زیاتې لاندې

راپور زياتوي چې تېر حکومت د پوليسو په ليکو کې ښځې ګومارلي وې، خو هغه وخت هم “سلګونه يې له جنسي ځورونې، تشدد او د نارینه همکارانو او مشرانو له ناوړه چلند سره مخامخ شوې البته له عاملينو سره يې هېڅ وخت حساب و نه شو.”

پخوانیو او اوسنیو ښځینه پولیسو په افغانستان او هغو هېوادونو کې، چې دوی پکې پټې دي او یا هم د پناه په لټه کې دي، د کورنیو او طالبانو له خوا “د غچ اخیستنې له وېرې هغه رواني کړاوونه او ذهني ټکانونه بیان کړي چې هغوی ورسره مخامخې دي.”

نور ولولئ: طالبان افغانستان کې ښځې له کار او زده کړو منع کوي، خو بهر کې له نیم لوڅو سره انځورونه اخلي

نور ولولئ: امریکايي سفیرې د طالبانو پر وړاندې د نړۍ هېوادونه یو والي ته راوبلل

د بشري حقونو د څار سازمان کې د افغانستان څانګې څېړونکې فرشتې عباسي ويلي دي چې پخواني افغان حکومت هغه ځورونې له پامه غورځولې او اوس بيا د طالبانو په واکمنې کې د تهديد له امله ښځينه پوليسې تښتېدلې دي.

په بېلابېلو ولایتونو کې پوښتل شوي پولیسې

دا راپور د پخواني حکومت پر مهال له ۲۴ ښځینه پولیسو سره د مرکو پر بنسټ جوړ شوی دی. په دې کې د افغانستان په پينځو ولایتونو کې له ۱۰ ښځينه پوليسو سره مخامخ او له نهو سره له ليرې مرکې شوې دي. بلخوا په امریکا، سویډن، اېټالیا، ایران او پاکستان کې هم له پينځو ښځينه افغان پوليسو سره له ليرې مرکې شوې دي.

د بشري حقونو سازمان له هغو هېوادونو، چې د افغان پولیسو په لیکو کې يې د ښځو د روزلو او ګومارلو د پروګرامونو ملاتړ کړی وو، غوښتنه کړې چې له هغو مېرمنو سره مرسته وکړي.

د طالبانو حکومت لا د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د راپور په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

طالبان د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان واکمن شول او له هغه راهیسې یې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم او د ښځو پر کار بندیزونه او محدوديتونو لګولي دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button