ځایی
رجحان

د بلوچستان ایالتي حکومت؛ دغه ایالت ته د منظور پښتین پر راتګ بندیز دی

د بلوچستان ایالتي حکومتي ویلي چې یاد ایالت ته د منظور پښتین پر ورتګ بندیز لګول شوی دی

د پاکستان ریاست د پښتون ژغورنې غورځنګ له حرکت ویره لري، له همدې له کبله یې کله غړي نیول کېږي او کله یې پر مشر بندیز لګول کېږي.

تازه د پاکستان بلوچستان صوبايي حکومت دغه ایالت ته د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور احمد پښتین پر ورتګ د ۹۰ ورځو لپاره بندیز لګولی دی.

د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو صوبايي وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د “سولې په ګټه” او “د خلکو د ارامښت او د امنیت” په موخه بلوچستان ته د ښاغلي پښتين پر ورتګ په سملاسي توګه د ۹۰ ورځو لپاره بندیز لګوي او په دې موده کې به هغه د دغه ایالت هېڅ ولسوالۍ ته نه پرېښوول کېږي.

په اعلامیه کې د ۱۹۶۰ کال د (عامه امنیت تامین) د یوه قانون یادونه شوې، چې د اعلامیې په ټکیو له مخې یې د بلوچستان ټولو ضلعو یا ولسوالیو ته د ښاغلي پښتین پر ورتګ بندیز لګول شوی دی.

د یاد وزارت کې څه راغلي؟

لوچستان ایالتي حکومت,منظور پښتین,منظور پښتین پر راتګ بندیز

په بلوچستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ سرچينو ویلي چې په پام کې و، ښاغلی پښتين د اګست پر ۲۵مه نېټه د بلوچستان مرکزي ښار کوټې او د دغه ایالت ځينو نورو سيمو ته سفرونه وکړي.

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

نور ولولئ: د ټي ټي پي ګواښ او پیاوړي کېدل؛ د ملاکنډ د نیولو لپاره چمتوالی لري

نور ولولئ: پاکستان کې د ‘پي ټي ایم’ لسګونو غړو نیونې غبرګونونه راپارولي

نور ولولئ: د تحریک انصاف ګوند پخواني مشر نوی سیاسي ګوند اعلان کړ

د دغه غورځنګ ګڼو غړو پر اېکس خواله رسنۍ د بلوچستان حکومت دغه ګام غندلی او ځينو یې ویلي چې ګواکې د پاکستان حکومت له ‘پښتون قومي جرګې’ په وېره کې دی نو ځکه د منظور پښتين مخنیوی کوي.

خو دوی ویلي چې “هېڅوک به یې مخه ونه شي نیولی.”

ضلعو ته د منظور پښتین تګ

لوچستان ایالتي حکومت,منظور پښتین,منظور پښتین پر راتګ بندیز

د یادولو ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د ۱۱ اکتوبر جرګې ته د خلکو بللو لپاره هغو ۶۰ ضلعو یا ولسواليو ته ځي چې ډېری اوسېدونکي یې پښتانه دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر په تېره جولای میاشت کې د دغه غورځنګ د یوه مخکښ فعال ګیله من وزیر د جنازې په مراسمو کې اعلان وکړ چې د پښتنو پر وضعیت “یوه ستره ولسي جرګه” رابولي.

ښاغلي پښتين د ۱۱ اکتوبر جرګه د پښتنو “تاریخي جرګه” بللې او شاوخوا لس ورځې وړاندې یې وویل چې د دې “قومي جرګې” بنسټيز کارونه بشپړ شوي دي.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button