Uncategorized

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، سوریه یوازې نه پرېږدي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیډان ويلي چې ترکیه به سوریه یوازې نه پرېږدي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیډان دمشق ته له سفر او د سوریې له نویو مشرانو سره له کتنې وروسته ویلي، چې سوریه ښه راتلونکی لري.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د یکشنبې په ورځ په دمشق کې د سوریې د انتقالي ادارې او التحریر الشام له مشر احمد الشورا سره وکتل.

فیډان له احمد الشورا سره په دمشق کې د خپلې لیدنې انځورونه په اېکس خواله رسنۍ خپاره کړي .

د سوریې ولس لپاره نوي زیري

نوموړي په یوه پیغام کې لیکلي، چې دا غونډه له ډېرو کلونو وروسته جوړه شوې او د سوریې د خلکو لپاره به د یوه نوي او هیله بخښونکي دور د پیل لومړی ګام وي.

فیډان زیاته کړه: “لکه څنګه چې ترکیې په سختو ورځو کې خپل سوریایي وروڼه یوازې نه پرېښودل، نن ورځ موږ هم د سوریې له خلکو سره یو او په هر ډګر کې چې اړتیا ولري، ملاتړ ته چمتو یو.”

نور ولولئ: ابو محمد جولاني: موږ نه غواړو چې سوریه د افغانستان په څېر شي

نور ولولئ: طالبانو د نجونو د تعلیم فعال مطیع الله ویسا نیولی

نوموړي په سوریه کې د امنیت ټینګښت، ملي پخلاینې ته رسېدل، د اقتصادي پرمختګ احساس او د کډوالو راستنېدل د دغه هېواد لومړیتوبونه یاد کړل او په هیله مندۍ سره یې وویل، چې سوریه به ښې ورځې ولري.

د تحرير الشام مشر د ترکيې د بهرنيو چارو له وزير سره په يوه خبري غونډه کې پر نړۍوالې ټولنې غږ وکړ، چې پر سوريې بنديزونه لغوه کړي او د دغه هېواد د “پرېکړو د خپلواکۍ” ملاتړ وکړي.

د سوریې زیربیناوو ته زیان رسېدل

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د دغه هېواد د مخکیني حکومت د اقداماتو له امله د سوریې زیربناوې ویجاړې شوې دي.

هغه همداراز وویل، چې له فیډان سره په کتنه کې دوی د سوریې د نوي حکومت په پیاوړتیا او په ځانګړې توګه د دفاع وزارت او همداراز د سوریې د حکومت په لاسونو کې د وسلو د انحصار په اړه خبرې وکړې.

ترکیه له څو کلونو راهیسې د بشارالاسد پر ضد د وسله والو ډلو ملاتړ کوي او اوس د میلیونونو سوري کډوالو کوربه دی.

انقره هیله لري، چې دا مهاجرین به د بشارالاسد تر واکمنۍ وروسته بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د بشار اسد لخوا په سوریه کې زیات خلک شکنجه او وژل شوي دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button