د ترکیې پولیسو لسګونه افغان کډوال نیولي دي
![afghan 2025 02 12t110645.217](https://afghannow.net/wp-content/uploads/2025/02/Afghan-2025-02-12T110645.217-780x470.jpg)
اړوند خبرونه:
د افغان کډوالو په اړه له پاکستان او طالبانو د چین غوښتنه
طالبان وايي، افغانستان به د چین د یوه کمربند او سړک پروژې غړی شي
په ترکیه کې د افغان کډوالو د نیولو او بېرته رالېږلو په دوام، ترکي رسنیو یو ځل بیا د یاد هېواد په «ارزوروم» او «سیواس» ښارونو کې د ۷۵ افغانانو په ګډون د ۸۰ کډوالو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
ترکي رسنیو پرون (سېشنبې د دلوې ۲۳مه) راپور ورکړی چې دا کډوال په غیرقانوني توګه ترکیې ته تللي وو او له نیول کېدو وروسته په «اشکاله» ولایت کې د کډوالو د ایستلو مرکزونو ته انتقال شوي دي.
د راپورونو له مخې چې په دې کډوالو کې ۱۲ د انساني قاچاق په تور هم نیول شوي او د ترکیې محکمې ته ورپېژندل شوي دي.
په وروستیو اوونیو کې په ترکیه، پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو د نیولو او شړلو لپاره په ټول هیواد کې عملیات د پام وړ زیات شوي دي.
تېره شنبې ترکي رسنیو په توکات او اماسیا ښارونو کې د ۲۴ افغان کډوالو د نیولو خبر ورکړی و.
بلخوا د ترکیې د احصایې انسټیټیوټ تازه ویلي چې افغانان له عراقیانو وروسته په هیواد کې دوهم لوی بهرنی نفوس جوړوي، چې شمیر یې ۱۳۹ زره ۲۵۱ کسانو ته رسېږي.
تر دې مخکې د ترکیې د کورنیو چارو وزارت اعلان ویلي چې په تیرو پنځو کلونو کې یې په هیواد کې له یو میلیون څخه ډیر «غیرقانوني» کډوال نیولي دي.