د تمدن په مقابل کې څوک درېږي؟
د تمدن په مقابل کې څوک درېږي یا یې مخالفت کوي چې دا یو لوی بحث دی، خو دې مقاله کې لولئ…
د ۱۴۵۳ میلادي کال د مې د میاشتې په ۲۹ مه نېټه بخت د ترکانو په خوا و. د بشریت د تاریخ یوه مهمه پاڼه د دوی په ګټه ولیکل شوه. د سلطان محمد په فرمان عثمانیانو قسطنطنیه -اوسنی استانبول- فتحه کړ.
سلطان محمد لوی فاتح شو. د عثماني سترواکۍ ستنې لا مضبوطې شوې، پر عالم اسلام باندې یې د اغېز ریښې لا ژورې شوې او دې سترواکۍ څه کم پنځه سوه کاله نور عمر وکړ.
د عثمانیانو دې فوق العاده فتحې بېلابېل علتونه لرل خو یو ډېر مهم علت یې په جنګ کې د بیسیلیکا توپ استعمال و چې د خپل وخت یو تر ټولو لوی توپ ګڼل کېږي.
د بیسیلیکا توپ نقشه یوه اروپایي- هنګري انجنیر جوړه کړې وه. مطلب د عثمانیانو په فتحه کې د استعمال شوې جنګي تکنالوژي تر شا اروپایي ماغزه ول او عثماني پیسې. ځینې مورخان د عثماني سترواکۍ د انحطاط یو علت د تعلیم کم والی ګڼي.
ختیځ او لودیځ د یوه او بل پر وړاندې
استاد بهاوالدین مجروح په خپل کتاب- د ختیځ او لوېدیځ مخامختیا- کې لیکي، اسلامي نړۍ هغه وخت له غربي دنیا شاته پاتې شوه چې عثماني سترواکۍ د خپل سیاسي اقتدار او استبدادي دولت د بقا لپاره د اوږدې مودې په مخه اسلامي نړی له مهمو اروپايي بدلونونو او پرمختګونو بې خبره وساتله.
استاد زیاتوي چې کله عثماني امپراتوري مخ په ځوړ شوه، زموږ شرقي ولسونه د لوېدیځ تخنیکي قدرت ته حیران پاتې شول او د دغه حیرت له صدمې لا تر اوسه پورې پوره نه دي راوتلي.
په پخوا زمانو کې چې د پرمختګ سرعت ډېر کمزوری و او د ارتباطاتو اوسني وسایل نه وو، نو که یو هېواد یا یوه سیمه به د سیالانو له سیالۍ شاته پاتې شوه، دغه وروسته پاتي توب ممکن په پېړیو دوام کړی وای.
په اوسني وخت کې چې د ګلوبلایزېشن یا نړیوالتوب زمانه ده او د تکنالوژي او پراخ نړیوال تجارت په برکت معلوماتو ته لاسرسی په مراتبو اسان شوی دی، هر هغه هېواد چې پرمختګ ته ژمن وي او ثبات ولري، د سنګاپور په شان له وروسته پاتې حالته په لنډه موده کې راوتلی او د نړۍ په ډېر شتمن هېواد بدلېدلی شي.
نور ولولئ: ‘درنه’ تاریخي سیمه کې سېلابونه؛ به لرغونو اثارو او د صحابه په مقبرې څه وشول؟
پرمختګ ته ژمنتیا په دې معنا ده چې د اوسني تمدن له اساساتو سره باید په ټکر کې نه یو. زموږ په ټولنه کې یو نظر دا دی چې که د تمدن ارزښتونه منو نو شاید خپل عنعنات او کلتور له لاسه ورکړو او په همدې دلیل د اوسني تمدن له ارزښتونو سره احتیاط پکار دی.
خو که شاوخوا سترګې وغړوو او د تمدن له کاروان سره مل ملتونه وځیرو، پوه به شو چې دوی د تمدن له غوښتنو سره د خپل کلتوري هویت او خپلو ارزښتونو په هماهنګه کولو کې کامیاب شوي دي.
د مثال لپاره به د اسیا دوه هغه ملتونه یاد کړو چې په نن او سبا باندې یې زیات حساب کېږي. چین او هندوستان یادوم. دوی هر یو نه یوازې له نړیوال تمدن څخه خپله بېله دنیا او بېل ارزښتونه لري، په خپل منځ کې هم د سیاسي جوړښت او کلتور له نظره خورا متفاوت دي خو څرنګه چې پرمختګ ته ژمن دولتونه لري، د دواړو اهمیت ورځ په ورځ زیاتېږي او قدرت او ثروت یې مخ په زیاتېدو دی.
تاریخ دا هم راته وايي چې هغه هېوادنه چې له عصري تمدن سره یې تعامل نه دی کړی، نه یوازې شاته پاتې شوي بلکې خپل کلتور او هویت یې هم ورځ په ورځ کمزوری شوی دی.
کلتور هغه وخت بااهمیته او پیاوړی دی چې د ژوند د لارې ملګری وي او برعکس چې د ژوند او پرمختګ خنډ ګرځي، خامخا یې اهمیت کمېږي.
په تېزۍ سره د تمدن پرمختګ
د اوسني تمدن یو لوی امتیاز د پرمختګ سرعت دی. له بلې خوا په اوسني عصر کې د تکنالوژي او رسنیو له برکته یو هېواد که وروسته پاتی وي په دې پوهېږي چې وروسته پاتې یم.
د عثماني سترواکۍ اوسېدونکو ته دا احساس نه ورپیدا کېده چې دنیا چیرته ورسېده او موږ چېرته یو، خو که یوه نجلۍ په اوسني افغانستان کې د تعلیم له حقه محرومه شي دا په دې پوهېږي چې مثلا په سعودي عربستان او نورو اسلامي هیوادونو کې ښځې دوکتوراوې اخلي خو زه په کور ناسته یم. نو که په اوسني عصر کې یو نظام له تمدن سره د تعامل پر ځای تقابل کوي، هېواد او ټولنې ته یې پایلې ممکن ډېرې خطرناکې وي.
که د یوه هېواد وګړي هره ورځ په خبرونو کې د نورې نړۍ د پرمختګونو په هکله اوري او په خواله رسنیو کې یې ویني او بیا یې له خپل ژوند سره پرتله کوي چې د تعلیم حق لا نه لري، دا وګړي په غالب ګومان د هویت له بحران سره مخامخ کېږي.
یوه ډله ممکن دومره د بې وسۍ احساس وکړي چې کاملا دا دنیا نفې کړي او ژوند کول بلې دنیا ته پرېږدي. دا ډله په عمل کې نه خپلې کورنۍ ته او نه هم وطن ته څه کولی شي.
نور ولولئ: امام ابن حبان البستي څوک و؟
یوه بله ډله ممکن د ضد له روحیې سره ژوند ته دوام ورکړي او د انتقام پر لارو مزل پیل کړي. د انتقام د احساس ستونزه دا ده چې ممکن لا لوی جنجال ته پکی ووهي.
یوه بله ډله کیدی شي ژوند ته دوام ورکړي خو د هېواد پر پرمختګ یې باور له لاسه ورکړی وي او په عمل کې کار د ځان لپاره وکړي نه د وطن او ټولنې لپاره.
یوه بله ډله شاید په خپل هېواد کې ځان مهاجر احساس کړي او فکر وکړي چې د پرمختګ فکر یې د غاړې غم کېدای شي. دغه ډله ممکن لا ډېره وځورېږي او په روحي حساب وځپل شي.
تاریخ راته وايي چې، هېوادونه د خپلو وګړو په مټ اباد شوي دي. که د یوه هېواد له وګړو د پرمختګ روحیه اخلو او ورته وایو چې حتا د تعلیم د حق لپاره دې هم امر ثاني ته منتظر شي، نو فکر نه کوئ چې دا وګړي په روحي لحاظ پرځان او وطن بې باوره کېږي؟
که یو نظام د دې په ځای چې خپل ولس له نوي عصر او تمدن سره تعامل ته وهڅوي، برعکس د ولس د پرمختګ اواز ور غلی کوي، نه یوازې د خپل هیواد او د تمدن فاصله ډېروي بلکې د ولس تر منځ هم فاصلې جوړوي.
له تمدن سره مخالفت ټولنې له پښو غورځوي، په ټولنه کې شکونه، اختلافونه او بدګومانۍ زیاتوي او د پرمختګ له کاروانه یې ډېر شاته پاتې کوي، مګر په نهایت کې دغه مخالفت له پښېماني پرته بله نتیجه نه لري.
ګوتنبرک په پنځلسمه پېړۍ کې مطبعه اختراع کړه او په عثماني امپراتوري کې مخالفت ورسره وشو. مخالفت کابو درې پېړۍ روان و.
نتیجه دا وه چې د اروپا او عثماني قلمرو تر منځ د خلکو د سواد، د اختراعاتو، د ساینس او د تکنالوژي په اندازه کې تفاوت بېخي زیات شو.
دغه راز له درې سوه کلن ځنډه وروسته بالاخره په ۱۸۵۶میلادي کال کې په ترکیه کې لومړنی بانک جوړ شو چې دغه ځنډ طبعا په اقتصاد باندې ژورې اغېزې لرلې. لیکنه هیله پسرلۍ