Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

ستاسې اند او نظرسیمه

د تهران غونډه؛ طالبانو ولې ګډون ونه کړ؟

طالبانو په تهران کې د افغانستان په اړه د سیمه ییزو هېوادونو تماس غونډه کې له ګډون انکار کړی دی

په دې اړه شجاع‌الدین امیني شجاع‌الدین امیني هر اړخیز تحلیل کړی او افغان‌ناو ته یې سپارلی چې دلته یې تاسو ته خپور کړو.

د ایران اسلامي جمهوریت د روانې اوونۍ په پیل کې د افغانستان لپاره د سیمه ییز تماس ډلې د غونډې کوربه و. په دې غونډه کې پر ایران سربېره د چین، روسیې او پاکستان استازو هم حضور درلود. طالبانو ته هم بلنه ورکړل شوې وه خو ګډون یې پکې ونه کړ. هغه څه چې دا غونډه یې خورا بحث پاروونکې کړه، د طالبانو لخوا د کوربه د غوښتنې ردول وو. که دې ډلې ګډون کړی وای نو دومره شور او ځوږ به نه جوړېده. البته، د طالبانو نه حضور په کار کې کوم خنډ او ځنډ رامنځته نه کړ او غونډه لکه څنګه چې له وړاندې پلان شوې وه، ترسره شوه او مېلمنو د افغانستان د روان وضعیت په تړاو د خپلو هېوادونو نظرونه څرګند کړل. په دې غونډه کې د طالبانو نه ګډون د ډېرو لپاره د پوښتنې وړ ګرځېدلی، ځکه دې ډلې تر پرون پورې هره دروازه ټکوله چې ان په بې اهمیته غونډو کې هم تشریفاتي حضور ولري، خو اوس د ایران په څېر هېواد مېلمنه نه شوه.

داد امریکا غوښتنه وه؟

غالب ګومان دا دی چې طالبانو د لویدیځو حکومتونو په ځانګړې توګه د امریکا په اشاره تهران ته له تګ ډډه وکړه. خو دا استدلال له دوو اړخونو کمزوری ښکاري: لومړی دا چې د سیمه ییز تماس ډله د ایران د اسلامي جمهوریت له لوري طرحه شوې وه او د طالبانو د امارت په ګډون د سیمې یو شمېر هېوادونو ومنله. د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د دغه بهیر د لومړي پړاو کوربه و. که د امریکا د نفوذ خبره وای، طالبانو باید دا طرحه په نطفه کې شنډه کړې وای او یا یې د ایران په سپارښتنه د هغې کوربتوب نه وای کړی. اوس چې طالبانو دا طرحه منلی، نو مهمه نه ده چې غونډې په کابل کې ترسره شي او که په تهران او واشنګټن کې. یوازې د امریکا د سیال د غوښتنې منل مهم دي.

دویم، د «مسکو فارمټ طرحه» چې د روسیې لخوا جوړه شوې، طالبانو هم منلی او د دې ډلې استازو دوه ځلي د هغې په غونډو کې په لېوالتیا سره ګډون کړی دی. اوس هم د طالبانو یو شمېر مولویان چې هر یو یې یو وزارت په واک کې لري، د روسیې په سنټ پیټرزبورګ کې دي. روسۍ سندرغاړې لیوسیا چیبوتینا هم د طالبانو د مولویانو په حضور کې د یو کوچنی کنسرټ ورکولو ته چمتووالی ښودلی دی. په داسې حال کې چې د امریکا په نظر روسیه تر ایرانه خطرناکه سیاله ده. د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي هم تېر کال په تهران کې د غزې د جګړې په تړاو په جوړه شوې غونډه کې ګډون کړی و او د بشري حقونو په تړاو یې د امریکا تعریف وغانده او د هغې په ​​مشرۍ نړیوال نظم ناعادلانه وباله. په دغه سفر کې متقي د کوربه له تاوه هرکلي سره مخ شو. هغه ان په مشهد کې د افغانستان کونسلګرۍ ته ولاړ او هلته یې د خلکو یوې ډلې ته وینا وکړه، چې پراخ انعکاس یې هم وموند. که د امریکا تکل د تهران او مسکو په کوربتوب په سیمه ییزو غونډو کې د طالبانو د ګډون مخنیوی وای، باید له وړاندې یې منعه کړې وای. په داسې حال کې چې له هغه وخت راهیسې د طالبانو او لویدیځو حکومتونو او سیمې ترمنځ په اړیکو کې کومه نادره پېښه نه ده شوې او هر څه تقریباً باثباته شوي دي.

نور ولولئ: تهران نن د افغانستان په اړه د تماس د سیمه‌ییزې ناستې کوربه‌توب کوي

نور ولولئ: له چین د مولوي کبیر غوښتنه: د شنګهای راتلونکې غونډه کې د ګډون بلنه راکړئ

پر اغېزناکو عواملو یو نظر

نو که د امریکا د نفوذ خبره نه ده، کوم عوامل اغېزناک دي؟ لاندې درې عوامل اغېزناک بلل کېدای شي.

۱ـ پوهیږو چې په تیرو درېیو کلونو کې ډېری هیوادونو له طالبانو سره « د تعامل د ستراتیژۍ» له پراخولو پرته بله کومه اندېښنه نه ده لرلې. دغه کار د دې لامل شوی چې طالبان ورځ تر بلې زړور شي او نه یوازې هغه څه ونه وکړي چې نړۍ یې غواړي، بلکې هغه څه چې دوی یې غواړي له کوم کمي پرته ترسره کړي. موږ د دوحې په دویمه غونډه کې د دې روښانه بېلګه ولیدله. په هغه وخت کې د ملګرو ملتو په محوریت ډېری حکومتونو په نرمۍ سره د طالبانو ډله وهڅوله چې د دوحې مېلمنه شي، خو دغې ډلې د نړۍ غوښتنو ته شاه کړه. دا ځل ملګري ملتونه په بې سارې مهربانۍ سره د طالبانو درشل ته ورغلي او غواړي دغه ډله په دوحه کې مېلمنه کړي. دا خورا ډېره مهرباني د دې لامل شوې چې طالبان نور د پخوا په څېر په غونډو کې یوازې د ګډون نفس ته اهمیت ورنه کړي او د هغو د پایلو په تړاو هم فکر وکړي. په همدې دلیل په دې ورځو کې شرطونه وړاندې کوي چې ګټه ترې واخلي. له دې اړخه د تهران په غونډه کې د طالبانو حضور ګټور نه و. ځکه پاکستان د پاکستاني طالبانو( ټي ټي پي) پر کابو کولو، روسیه د ترهګرۍ پر مخنیوي او ایران د یوه ټولګډوني حکومت د جوړولو پر اړتیا ټینګار کوي، چين هم د دغو درېيو هېوادونو پر نظرونو د تایید مهر لګاوه. د بېلګې په توګه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د دریم سیاسي ریاست رییس ذاکر جلالي په افغانستان کې د ایران د سفیر حسن کاظمي قمي د څرګندونو په غبرګون کې پر اېکس پاڼه لیکلي، چې په هېواد کې روان وضعیت « د نړیوالو غونډو مسأله» نه ده. د جلالي پوسټ د نورو طالب چارواکو د څرګندونو تایید دی چې د افغانستان مسأله حل شوې ګڼي. او د یوه ټولګډوني حکومت د جوړولو او د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونه  په تړاو خبرې د وخت ضایع کېدل ګڼي.

afghan (11)
په تهران کې د افغانستان په اړه د سیمه ییزو هېوادو د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ د تماس غونډه

۲- په مشهد کې د افغانستان د سر کونسل عبدالجبار انصاري د پاتې کېدو او لېرې کېدو پر سر لانجه هم بې اغېزې نه ده. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ښاغلی انصاري چې د تېر حکومت له لوري د ګومارل شویو کسانو له ډلې دی، له دندې ګوښه اعلان کړی او پر ځای یې نصیر احمد حقاني معرفي کړی دی. د هغه ګوښه کول د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند ناصر کنعاني له غبرګون سره مخ شول. هغه وویل: نوي کسان باید کوربه دولت ته له تعریف شویو لارو معرفي شي او د کوربه دولت له تایید او د معرفي شوي ماموریت لپاره د ویزو له ترلاسه کولو وروسته کوربه هېواد ته ولاړ شي او پر مشخص ماموریت پر کار بوخت شي.» ذاکر جلالي د کنعانی په ځواب کې داسې ولیکل:«دا پرېکړه چې کوم کس د یو هېواد د ډیپلوماټیک ماموریت یا کونسلګرۍ سرپرستي وکړي، په لېږونکي حکومت پورې اړه لري.» دا تاویلي او ماویلي ظاهرا جدي وو او ډې رسنیز شول. تر ټولو مهمه دا چې طالب ډیپلوماټ تر اوسه له کوربه هیواده د کار پیلولو اجازه نه ده ترلاسه کړې. اوس طالبانو د ایران د غوښتنې په نه منلو سره د ایران لخوا د خپل ډیپلوماټ د ردولو غچ اخیستی دی.

۳- لکه څنګه چې پورته یادونه وشوه، د سیمه ییز تماس ډلې لومړۍ غونډه د تېر کال د سلواغې په لومړیو کې په کابل کې جوړه شوه. په هغه وخت کې طالبانو د هغو مېلمنو ښه کوربه توب وکړ چې شمېر يې د دويم پړاو پرتله ډېر و. له طالبانو د ملاتړ په موخه په یوه متحد دریځ سره د دوحې په دویمه غونډه کې د دغې ډلې د غړو حضور د کابل د غونډې محور و. هغه مهال طالبانو له خپلو مېلمنو وغوښتل چې په دوحه کې د دې ډلې د دریځ ملاتړ وکړي چې دا غوښتنه یې ومنل شوه. د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ان د طالبانو د خوښۍ په پار د مدني ټولنې له غړو سره له رسمي غونډې ډډه وکړه. قمي د سې شنبې د ورځې د غونډې په پای کې ادعا وکړه چې د سیمې د هېوادونو استازو د  دوحې په دویمه غونډه کې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو موضوع د جدي پوښتنو په طرحه کولو سره څنډې ته کړه. اوس چې موږ د دوحې د بهیر د درېیم پړاو د ترسره کېدو په درشل کې یو، ښايي د هغې د اجنډا په تړاو د طالبانو اندېښنې هوارې شوې وي، کنه، د تېر په څېر به له خپلو سیمه ییزو متحدینو د مرستې په لټه کې وو چې د تهران غونډه یې ښه فرصت و. له امکانه لېرې نه ده چې ملګرو ملتونو طالبانو ته ډاډ ورکړی وي چې د دوی شرطونه منل کیږي او کولای شي په ډاډه زړه د دوحې مېلمانه شي. په دریم پړاو کې د طالبانو د ګډون احتمال د دویم پړاو پرتله خورا زیات دی، خو لاهم پرېکنده نه دی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button