د جنرال رازق مزار ته د طالبانو بل سپکاوی او توند غبرګونونه
دا دویم ځل دی چې طالبان د جنرال رازق مزار ته سپکاوی کوي او تخریبوي یې
په ټولنیزو رسنیو کې له یوې مقبرې د افغانستان د ملي بیرغ د نښو د ایسته کیدو ویډیو، چې ادعا کیږي د طالبانو د مشهور مخالف قومندان جنرال عبدالرازق د مقبرې اړوند دی، توندو غبرګونونو سره مخ شوې ده.
یاده ویډیو د کندهار د یو شمېر مخکینیو خبریالانو په ګډون ګڼو کسانو خپره کړې او د جنرال رازق مقبرې ته منسوبه یې ګڼلې ده.
دا عمل د اسلامي ارزښتونو خلاف دی
د طالبانو یو شمېر مخالفانو او نورو خلکو، چې عمدتاً له هېواده بهر اوسیږي، د طالبانو دغه ادعا شوی عمل د افغاني او اسلامي ارزښتونو خلاف ګڼلی دی. دوی وايي، طالبان د شریعت تر نوم لاندې هغه اعمال سرته رسوي چې اصلاً شریعت د هغه په اړه منع راوړي ده.
د طالبانو ویاندویانو او چارواکو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو خلک وايي، دوی دغو نیوکو ته هېڅ ځواب نه لري او نه یې توجیه کولی شي.
په تېر کې هم طالبانو د نورو شخصیتونو مزارونه وران کړي
طالبان تر دې مخکې هم د خپلو یو شمېر نورو مشهورو مخالفو څېرو لکه: احمد شاه مسعود، علي مزاري، عزیزالله کاروان، جنرال رازق او نورو مقبرو او یادګاري څلو ته په سپکاوي تورن شوي وو، خو دوی دا تورونه رد کړي وو. سره له دې چې دوی دا تورونه رد کړي خو په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې د دوی جنګیالي د یادو کسانو مزارونه تخریبوي او سپکاوی ورته کوي.
نور ولولئ: ولسمشرغني ټول هېواد کې د جنرال رازق د شهادت دویم تلین لمانځلوحکم وکړ
جنرال عبدالرازق، چې شاوخوا ۱۰ کاله په کندهار کې د جمهوري نظام تر ټولو ځواکمن چارواکی و، طالبان یې د خپلو جنګیالیو خلاف په بشري جنایتونو تورنوي.
هغه د ۲۰۱۸ په اکتوبر میاشت کې د یوه برید پر مهال په داسې ډول ووژل شو، چې ورسره څنګ ته په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر ته د شوي برید له امله هیڅ تاوان ونه رسید.
د دغه برید مسوولیت طالبانو پرغاړه واخیست.
د جنرال رازق پلویان باور لري، چې هغه او ځينې نورې مشهورې طالب ضدې څېرې په یوه لویه استخباراتي اجنډا کې د طالبانو د واک ته راوستو لپاره له میدانه حذف شول او دا هغه حالت و چې د افغانستان د ملت لپاره د منلو نه و او نه یې شو زغملی.