د خوست بوږنوونکي پېښه؛ طالب استخباراتو د ښځو په ګډون د یوې کورنۍ ۱۰ تنه وژلي
اړوند خبرونه:
منظور پښتین: پاکستان د افغانستان په ناامنۍ کې د خیبر خاوره کارولي ده
د پښتو له قامي جرګې د خلکو د پام اړولو لپاره د پاکستاني پوځ هلې ځلې
پاکستان کې د ‘پي ټي ایم’ لسګونو غړو نیونې غبرګونونه راپارولي
سرچینو د سې شنبه په ورځ «افغانناو» ته وویل، چې د خوست ولایت په علیشېرو ولسوالۍ کې د طالب استخباراتو غړو د کورنۍ شخړې په ترڅ کې د خپلو تره زامنو د کورنۍ لس غړي وژلي دي. په وژل شویو کې مېرمنې او ماشومان شامل دي.
سرچینه زیاتوي، چې پېښه نن شپه ۷:۳۰ ناوخته د علیشېرو ولسوالۍ په بوخانه کلي کې شوې ده.
په وژل شویو کسانو کې د ماشومانو په ګډون درې ښځې هم شاملې دي.
یوې بلې سرچینې افغانناو ته وویل: “په بوخانه کې د تره د زامنو تر منځ چې د جمهوریت له وخته یې هم جنګ کړی و، او اوس د طالبانو په استخباراتو کې دي د خپلو نورو تره زامنو پر کور ورننوتي او ماشومان او ښځې یې وژلې دي”.
د سرچینې په خبره چې د قاتلینو د کورنۍ ټول غړي د طالبانو د استخباراتو غړي دي.
همداراز په ټولنیزو شبکو کې د بوخانې کلي ته څېرمه د یو بل کلي اوسیدونکي غږیز پیغام خپور شوی چې نوموړي خپل بل دوست ته ویلي چې دا چاره د طالب استخباراتو د غړو له خوا شوې ده.
د خوست لپاره د طالبانو د والي ویاند مستغفر ګربز بیا پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې ښځې او ماشومان ناپېژانده وسله والو وژلي دي.