Uncategorized

د خوړو نړیوال پروګرام: د امریکا د بهرنیو مرستو درېدل به افغانستان کې د خوړو بحران لا ژور کړي

اړوند خبر:

د ټرمپ د حکومت لخوا امریکا ته ۱۶۶۰ کډوالو د الوتنې لغوه کول

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د برنامو رئیس “شیاو وی‌لی” ویلي چې په افغانستان کې د نړیوالو مرستو راکمېدل او د امریکا د بهرنیو مرستو درېدل به په دغه هېواد کې د خوړو بحران لا ژور کړي. نوموړی وايي، ددې بحران اکثره قربانیان به ښځې او ماشومان وي.

نوموړي له رویټرز سره په مرکه کې ویلي چې ددې بودجه په کمښت سره به په افغانستان کې ۱۵ میلیونه کسان چې له سختې لوږې سره مخامخ دي، روان ژمي کې نور له مرستو بې برخې وي.

د خوړو نړیوال پروګرام د برنامو رئیس چې کېدای شي په افغانستان کې یې درې کلن ماموریت پای ته ورسېږي، وايي، “تقریباً ۶ میلیونه افغانان دي چې په ورځ کې یوه یا دوه ډوډۍ له چای سره خوري چې له دې پورته د خوراک لپاره څه نه لري. له بده مرغه، هغه کسان به هم له دغه وضعیت سره مخامخ شي، چې له مرستو بې برخې کېږي.”

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د هرې ورځې په تېرېدو د فقر لمن پراخېږي، ځکه په دغه هېواد کې کار نشته او بې روزګاري زیاته ده.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button