نړیوال خبرونه

د دوحې دریمې ناستې په اړه د طالبانو د سیاسي کمیسیون سلا مشورې

طالبانو د دوحې د راتلونکې ناسته کې د ګډون په اړه سلا مشورې کړي دي

ددې سیاسي کمیسیون مشري د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر کوي.

طالبانو پر دې بحث کوي چې د غونډې اجنډا په کومو مسائلو راڅرخي او ددوی ګډون باید په کوم شرایطو وي.

ملګرو ملتونو اعلان کړی، چې د دوحې درېیمه غونډه به د چنګاښ په ۱۰مه او ۱۱مه جوړه شي.

د طالبانو د ریاست الوزرا دفتر د پنجشنبې په ورځ د غبرګولي په درییمه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په سپېدار ماڼۍ کې په دې کتنه کې د افغانستان او سیمې پر وروستیو حالاتو او اړمنو هېوادوالو ته د بشري مرستو پر رسولو هم خبرې وشوې.

تر دې مخکې ملګرو ملتونو اعلان کړی و، چې د دوحې درېیمه ناسته به د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړو استازو په حضور کې د جون په ۳۰مه او د جولای په لومړۍ (د چنګاښ په ۱۰مه او ۱۱مه) جوړه شي.

د یادې غونډې موخه

ملګرو ملتونو ویلي دي، چې د دې غونډې هدف «له افغانستان سره په منظم ډول د نړۍوالو اړیکو زیاتول دي.»

دغه سازمان په یوه اعلامیه کې لیکلي، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزمیري ډي کارلو کابل ته د سفر په ترڅ کې طالب چارواکو ته په دوحه کې راتلونکې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

نور ولولئ: د دوحې دریمه غونډه؛ د چمتوالي لپاره یې بحثونه کېږي

نور ولولئ: طالبان د دوحې ناستې له اجنډا خبر نه لري

د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال د دوحې په درېیمه غونډه کې ګډون د دغې ډلې د «موقف» منلو ته مشروط بللی دی.

afghan (39)
د دوحې دریمې ناستې په اړه د طالبانو د سیاسي کمیسیون سلا مشورې

عبدالکبیر دا اونۍ اغلې ډي کارلو ته وویل، چې افغانستان د طالبانو په بشپړ کنټرول کې دی او دا هېواد “یو امیر لري او د هغه اطاعت کېږي.”

د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکل

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکل به ښايي د راتلونکې غونډې یو له مهمو بحثونو څخه وي، چې په دې غونډه کې د طالبانو له ګډون څخه د انکار یو لامل بلل کېږي.

طالب چارواکو په وار وار ویلي چې د یوناما په شتون سره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي استازي ټاکلو ته اړتیا نه لیدل کېږي.

طالبانو د دوحې په تېره غونډه کې د ګډون لپاره هم شرط اېښی و، چې دغه ډله به په دې غونډه کې د افغانستان یواځینی استازی وي.

هغه څه چې ملګرو ملتونو ورسره ونه منله او طالبانو هم د دوحې په تېره ناسته کې له برخې اخیستو ډډه وکړه.

پر دې سربېره طالبانو د دوحې په درېیمه غونډه کې لا د ګډون پرېکړه نه ده کړي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button