سیمه ییز خبرونه

د روهنجیا مسلمانانو کښتي ډوبه شوې، ۲۳ مړه او ۳۰ ورک دي

په میانمار کې پر مسلمانانو زیات ظلمونه کېږي او هم دې امله هېواد پرېږدي او تښتي

لږ تر لږه د ۲۳ هغو روهنجیایانو مړي موندل شوي چې د میانمار له راخین ایالته په تېښته وو او سمندر کې یې کښتي ډوبه شوې ده.‌

په کښتۍ کې د سپرو له ډلې یوازې اته تنه له دې پېښې ژوندي وتلي خو ۳۰ نور تري تم دي‌ او لا یې د ژوند او مرګ درک نه دی مالوم.

نور ولولئ: د کښتۍ د ډوبېدو پېښه کې ایټالیا ته نژدې ۴۱ په کې کډوال مړه شوي

له پېښې ژوندي وتلي کسان وايي، دوی غوښتل مالیزیا ته لاړ شي خو د یکشنبې په ورځ د کښتۍ سمبالوونکي په خپله ښکته شول او ټول پنځوس تنه یې په سمندر کې په کښتۍ کې پرېښودل.

د یادولو ده چې هر کال زرګونه روهینجیا مسلمانان وګړي مالیزیا ته د اوښتو په تکل دغه خطرناک سمندري سفرونه کوي.

بنګله‌دیش نه پرېږدي چې دغه کډوال ورشي

دوی په میانمار کې له مسلمانانو سره د کېدونکي ناوړه وضعیت او ځورونې او په بنګله دېش کې د کډوالو د ډېروالي له کبله مالیزیا ته پناه وړي.

د ژغورونکو یوې ډلې ویلي، په ترلاسه شویو مړو کې ۱۳ ښځې او ۱۰ نارینه دي چې دوی ټول روهینجیايي مسلمانان دي.

يوې لویې څپې کښتي په بل لټ واړوله

میانمار یا برما یو بودايي هېواد دی چې اکثریت یې د بودايي مذهب پېروان دي او مسلمان روهینجیایان پکې لږکي دي.

کله چې په ۲۰۱۷ کې په میانمار کې د روهینجیا لږکیو د نسل‌وژنې پېښې وشوې، مسلمانان له دغه بودايي پېروه هېواده په تېښته شول

ګڼ شمېر روهیجیایان په ۲۰۱۷ کې هله بنګله دېش ته وکوچېدل چې د برمه پوځ‌ له لوري له ټول‌وژنې سره مخ شول.

نور ولولئ: د یوې کښتۍ پاتې شونې موندل شوي چې د اسټرالیا نږدې ۱۰۰۰ سرتیري پکې ۸۱ کاله وړاندې وژل شوي و

هلته تر اوسه پاتې مسلمانان په ۲۰۲۱ کې تر پوځي کودتا وروسته له دغه هېواده د تېښتې لارې لټوي.

د کښتۍ د ډوبېدو له دې پېښې ژوندي وتلي کسان وايي چې د میانمار راخین ایالت سیتوې سیمې اړوند سمندر کې له یوې لویې څپې سره مخ شول چې کښتي يې په بل لټ واړوله او په سیند لاهو شوه.

دوی زیاتوي چې قاچاقچیانو مالیزیا ته د رسولو په موخه د نفر په سر شاوخوا څلور زره ډالر ترې اخیستي وو خو بیا یې هم د سمندر په منځ کې کښي پرېښوده او په خپله مخه ترې لاړل.

د دوی مړي یا نورو کښتیو راټول کړي او یا هم د سمندر څپو غاړو ته څپ وهلي دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button