نړۍ خبرونه

د سعودي ۶۳ کلن سړي ولې۵۳ ودونه کړي

په افغانستان کې خو ځینې ځوانان په یو واده پسې در په در دي، ځینې یې بیا د مجردانو وکیل پسې ګرځي، بیا په اسلام کې د څلورو ودونو کولو اجازه ورکړل شوې ده، خو په سعودي عربستان کې یو داسې سړی هم اوسېږي، چې ۶۳ کاله عمر لري او ادعا کوي چې ۵۳ ودونه یې کړي دي.

دغه سړی وايي، چې دا ودونه یې د استحکام او ذهني سکون لپاره کړي و، شخصي خوشحالي یې هدف نه و او له ټولو مېرمنو سره یې پوره پوره عدالت کړی دی او د دومره زیاتو ودونو لامل یې دا هم و، چې داسې ښځه پېدا کړي، چې هغه خوشحاله کړای شي

ډېر ودونه .

د ګلف نیوز د راپور په وېنا، ۶۳ کلن ابو عبدالله د سعودي عربستان ټلویزیون MBC سره په خپله مرکه کې وویل، چې کله یې لومړی واده وکړ، نو هغه مهال یې د زیاتو ودونو کولو اراده نه لرله، اولادونه یې هم و، خو څه وخت وروسته یې له مېرمن سره ستونزې پېدا شوې او د ۲۳ کالو و چې د دویم واده کولو پرېکړه یې وکړه او لومړۍ مېرمن یې هم له دغه پرېکړې نه خبره کړه.

نور یی ولوله | د پوهنې وزارت وروستیو څرګندونو ته خلکو غبرګونونه

نور یی ولوله | د ارشاد، حج او اوقافو وزارت : پاتې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکوو

دغه سړی همدا راز زیاتوي، چې وروسته یې د لومړۍ او دویمې مېرمنې ترمنځ ستونزه راپېدا شوه، دوی دا وهڅاوه چې دریم او څلورم واده هم وکړ، وروسته یې بیا لومړۍ، دویمې او دریمې مېرمنې ته طلاق هم ورکړ. هغه وايي چې په خپل عمر کې یې ۵۳ ودونه وکړل، لومړی واده یې په ۲۰ کلنۍ کې کړی و، چې له هغه نه ۶ کاله مشره وه، تر ټولو کوچنی واده یې بیا یوازې د یوې شپې لپاره و او زیاتره مېرمنې یې سعودۍ وې.

ابو عبدالله وايي، چې هغه به نورو هېوادونو ته هم د سوداګرۍ په موخه تللو، چې په نورو هېوادونو کې یې هم ودونه کړي دي، چې له زیاتو مېرمنو سره یې څلور میاشتې وخت تېر کړی دی.

هغه زیاتوي، چې ودونه یې د دې لپاره کول چې ځان له ګناهونو وساتي، اسلام موږ ته اجازه راکوي چې په یو وخت کې څلور ودونه وکړو، خو که مېړه له ښځو سره عدالت نه شي کولای، نو بیا پکار ده چې یوازې یو واده وکړي. هغه وویل، هسې خو یو سړی غواړي چې له یوې ښځې سره واده وکړي او ټول عمر د هغې سره پاتې شي، خو کوم سکون چې د پوخ عمر ښځه سړي ته ورکوي، هغه ځوانه ښځه نه شي ورکولی

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button