د سقوط ۴ کاله؛ د طالبانو د خوښۍ جشن اود خلکو لپاره د ډوډۍ غم
اړوند خبرونه:
د طالبانو اعلامیه: د هند او پاکستان تر منځ زیاتېدونکی کړکېچ د اندېښنې وړ دی
هند پر پاکستان د «سندور» عملیات پیل او ۹ سیمې یې په نښه کړي
کشمیر کې د تاوتریخوالي له امله، له هند سره د افغانستان سوداګري په ټپه ودرېده
اسلام اباد: “هند به په راتلونکو څو ساعتونو کې پر پاکستان برید وکړي”
امیر خان متقي وايي، رسمیت پېژندنه د فشار په توګه کارول کېږي
د طالبانو جشن او د خلکو خپګان
پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو په څلورمه کلیزه کې، د دې ډلې مشران د “سرتاسري امنیت، شرعي نظام او له فساده د خلکو د خلاصون” خبرې کوي. د طالبانو ځواکونو د ۲۰۲۵ کال د اګست په ۱۵مه په غزني کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې په سړکونو د سکېټ حرکات ترسره کړل. په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې طالبان په موټرسایکلونو او رنجر موټرو کې، چې د پخواني حکومت څخه پاتې دي، د “فتحې” ترانې غږوي او جشن نیسي. خو د دې په مقابل کې، د کابل او نورو ښارونو په کوڅو کې خلک د کار په لټه کې په غمجنو څېرو سرګردان وو.
له شکر ایستلو تر تسلیت پورې
د طالبانو مشر، هبت الله اخندزاده، کابل ته د خپلې ډلې د بیا ننوتلو د کلیزې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي، چې افغانستان د اشغال له پای ته رسېدو وروسته، د “شرعي” نظام خاوند شو. هغه زیاته کړه چې په ټول هېواد کې امنیت تامین شوی او خلک باید د طالبانو د حکومت په جوړېدو شکر وباسي. اخندزاده همدارنګه د “اسلامي امارت” چارواکو ته امر کړی چې د وزیرانو او کابینې د غړو لپاره د “سرپرست” له کلمې څخه کار وانخلي.
د طالبانو په واکمنۍ کې د بېوزلۍ او تاوتریخوالي کیسه
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اګست په ۱۲مه د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه په خپل کلني راپور کې ویلي، چې د طالبانو ځپونکی نظام د ښځو او نجونو په وړاندې د پراخ او سیستماتیک چلند له لارې پلی کېږي، چې د بشریت ضد جنایت په توګه ګڼل کېدای شي. راپور زیاتوي چې په پنجشېر، کندز، کابل، غزني، فاریاب او هرات په څېر ولایتونو کې د پخواني حکومت د چارواکو او امنیتي ځواکونو خپل سري او غچ اخیستونکي وژنې شوي دي.
د ملګرو ملتونو د اسنادو له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې لږ تر لږه ۳۴۲ هلکان د طالبانو له خوا جذب شوي، چې ۱۵۰ یې په جګړو کې کارول شوي دي. د یونیسف د راپور له مخې، ۳۹ سلنه افغان مېرمنې له ۱۸ کلنۍ مخکې واده شوې دي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژني.