کورني خبرونه

د سنوار په اړه د طالبانو اعلامیه؛ د مشرانو په شهیدانولو جهادي مبارزه نه کمزوري کېږي

د یحیی سنوار په اړه د طالبانو اعلامیه وايي، د مشرانو په شهیدانولو سره جهاد نه کمزوری کېږي

دغه ډله وايي، اسرائیل او نوره کفري نړۍ نه شي کولی چې د مشرانو په شهیدانولو سره جهادي مبارزه کمزوري کړي بلکې لا به پسې تونده او پیاوړي وي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د حماس ډلې د مشر د وژل کېدو په غبرګون د دغې ډلې د ریاست الوزرا د تسلیت پیغام خپور کړی چې په کې راغلي: «اسراییل دې په یاد ولري چې د مجاهدو مشرانو شهادتونه به له دوښمن سره جهادي مبارزه تونده او پیاوړې کړي.»

د سنوار د وژل کېدو غندنه

یادې ډلې د اسراییل د یو برید په پایله کې د یحیا سنوار وژل کېدل غندلی او له اسلامي نړۍ څخه یې غوښتي، چې د فلسطین د خلکو له داعیې څخه ملاتړ وکړي.

پرون د اسراییل پوځ اعلان وکړ، چې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې یې د حماس ډلې مشر یحیا سنوار وژلی دی.

تر دې پېښې وروسته د طالبانو لسګونو چارواکو او غړو د حماس د مشر پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې ده.

نور ولولئ: د طالبانو رئیس الوزرا په غزه کې د اسرایلو وحشتونه غندلي

نور ولولئ: په غزه کې د اسرائیلو صهیونیستي رژیم هوايي برید کې ۲۹ فلسطینیان شهیدان شوي

اخوا پر طالبانو بیا نیوکې دا دي، چې د ایران د سرحدي ځواکونو په ډزو کې د لسګونو افغانانو پر مرګژوبلې چوپه خوله دي او د یحیا سنوار پر مړینې بیا اوښکې تویوي.

afghan 2024 10 18t091637.751
ابو ابراهیم یحیی السنوار

د سنوار جسد چېرته دی؟

د راپورونو له مخې، د اسراییل پوځ د سنوار د مړي له موندلو وروسته د هغه مړی یو نامعلوم ځای ته لېږدولی دی.

سنوار په ایران کې د اسماعیل هنیه تر وژنې وروسته د حماس د نوي مشر په توګه ټاکل شوی و.

نوموړی پر اسراییل د اکټوبر د اوومې د برید پلانوونکی هم بلل کېږي.

د ښاغلي سنوار له وژل کېدو وروسته د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې د ټولو یرغمل شویو کسانو تر خوشې کېدو به دغې جګړې ته دوام ورکړي.

اسراییل له تېر یو کال راهیسې د یحیا سنوار، اسماعیل هنیه او حسن نصرالله په ګډون د حماس او حزب الله ډلې ډېر شمېر مشران او مهم غړي وژلي دي او د یادو ډلو په بشپړ له منځه وړلو ټینګار کوي.

سپینې ماڼۍ له اسرائیلو غوښتي چې د سنوار له وژل کېدو وروسته دې اوربند وکړي او جګړې ته دې دوام نه ورکوي، خو اسرائیلو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښوولی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button