د سوریې یاغیان: “په یوه ځواکمن برید کې حلب ښار ته ننوتو”
د سوریې یاغیانو ادعا کړې چې د یوه ځواکمن برید په ترڅ کې یې د حلب ښار نیولی دی
په لبنان کې د حزب الله او اسرائیلو له اوربند وروسته د جمعې په ورځ د سوریې یاغیانو د بشرالاسد له ځواکونو سره جګړه پیل او په ترڅ کې یې د حلب ښار لاندې کړ.
د راپورونو له مخې، د اپوزیسیون ځواکونه د حلب ښار برخو ته ننوتل، چې د سوریې دویم لوی ښار ګڼل کېږي. دا د حکومت پر ضد تر څو کالونو وروسته ترټولو لوی برید دی.
د سوریې د بشري حقونو څارونکي وویل چې وسلهوالو دوه هغه موټر چوولي چې له چاودېدونکو توکو یې ډک کړي وو او وروسته یې د کلیو په لور پرمختګ کړی. په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
د سوریې د دولت ادعا
د سوریې رسمي خبري اژانس راپور ورکړی چې پوځ اعلان کړی هغه سیمې یې بېرته نیولې دي چې د اپوزیسیون ځواکونو په ادلب او حلب کې نیولې وې.
د “هیئة تحریر الشام” او ورسره ټلوالو ډلو ویلي، دوی د چهارشنبې په ورځ له برید پیلولو وروسته په حلب او ادلب ولایتونو کې پر یو شمېر کلیو او ښارونو کنټرول ترلاسه کړی دی.
نور ولولئ: ولیعهد محمد بن سلمان: په غزه کې د اسرائیلو جګړه نسل وژنه ده
نور ولولئ: بایډن له نتنیاهو سره تلېفوني خبرو کې؛ په غزه کې اوربند ته اړتیا ده
د جمعې په ورځ د یاغیانو اړوند چینل کې خپره شوې یوه بیانیه کې ویل شوي: “زموږ ځواکونو د حلب ښار ته ننوتل پیل کړي.”
لومړی، د سوریې د بشري حقونو څارونکې ډلې راپور ورکړ و چې سوریايي او روسي الوتکو د جمعې په ورځ په حلب کې ۲۳ هوایي بریدونه وکړل.
په جګړه کې اوښتي مرګ ژوبله
سرچینې وویل، ۲۵۵ کسان، چې زیاتره یې جنګیالي وو، په جګړه کې وژل شوي دي، چې دا د یاغیانو او د حکومت ملاتړو ځواکونو ترمنځ تر څو کلونو وروسته د سوریې ترټولو خونړۍ جګړه وه.
یادې سرچینې وویل، اپوزیسیون ځواکونو له چهارشنبې راهیسې له ۵۰ پر ډېرو ښارونو او کلیو خپل کنټرول ترلاسه کړی دی.
په ۲۰۱۱ کال کله چې د سرویې کورنۍ جګړه پیل شوې ده، په ۲۰۲۰ کال هغه مهال یوڅه کمه شوه چې ترکیې او روسیې – چې د سوریې اصلي ملګري دي – یو اوربند ترتیب کړ چې د ادلب ښار د بېتره نیولو د حکومت هڅه ودروي.
ادلب اوس مهال د اپوزیسیون وروستۍ پیاوړې ځای دی او هلته له څلورو میلیونو ډېر خلک اوسېږي چې ډېری یې د جګړې پرمهال بېځایه شوي او په سختو حالاتو کې ژوند کوي.