نړیوال خبرونه

د سولګرو په اړه د امیرالمومنین تازه فرمان

د امیرالمؤمنین له لورې نوې صادر شوي حکم کې راغلي دي، سوالګر دې له ښارونو راټول او ستونزې یې دې حل شي

ښارونه د نورو سازمانونو په همکارۍ

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت پر خپل ټویټر خپاره کړي خبر کې راغلي، چې د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم له مخې به  ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د نورو ارګانونو په ملتیا په ښارونو کې د سوالګرو د راټولو چاره ډېر ژر  پیل کړي او د هغوی د ستونزو د حل په موخه به ګامونه واخلي

نور یی ولوله | د پوهنې وزیر: ځینو سیمو د نجونو ښوونځي د کلتوري محدودیتونو له امله تړلي دي

نور یی ولوله | د هېواد په بېلابېلو سیمو کې انټرنیټ خدمتونه فعالیت نه لري

کار به د کار سره برابر شي

خبر زیاته کړې ده؛ دغه سوالګر به د یوې طرحې له مخې مشخص کیږي، کوم کسان چې کسبګر دي او کولای شي کار وکړي له بایومیټریک کېدو وروسته به ورته د کار زمینه برابریږي او د سرپرستانو څخه به یې ژمنه اخستل کیږي چې بیا به سوال نه کوي او هغه پاته سوالګر چې د کار کولو وړتیا نلري او واقعا غریب وي، د همدې طرحې له مخې به ورته معاش ورکول کیږي او د تعلیم زمینه به ورته برابریږي

کابل او نور ښارنو کې مختلف کسان سوال کوي، د ښاریانو په وینا سوال کول د ځینو کسب ګرځېدلی دی، چې د دې طرحې په پلي کېدو سره به هغه سوالګر چې کار وړتیا نه لري او مجبور دي، نور د سوال کولو له مشقت څخه خلاص شي او کسبګرو سوالګر ته به د کار د زمینې له برابرېدو وروسته د سوال کولو بهانه نه پاته کیږي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button