Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

هنر او ادب

د سینما هنر ملاتړ ته اړتیا لري

یو شمېر سینمايي لوبغاړي په افغانستان کې د سینما اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ بولي

سینما؛ هغه هنر دی چې په ټوله نړۍ کې ګڼ شمېر مینه‌‌وال لري، خو لایې هم په افغانستان کې د پام وړ پرمختګ نه دی کړی.
په افغانستان کې د سینماګرانو ټولنې مشر فرید عظیم وايي چې اوس مهال د دې ډګر ډېر کارکوونکي له هېواده وتلي دي. د هغه په خبره، که طالبان ورته پاملرنه وکړي؛ نو ښايي دا هنر یو وار بیا وغوړیږي.
“له ۲۵۰ څخه تر ۳۰۰ پورې سینماګران له افغانستان څخه وتلي او کوم شمېر چې په هېواد کې پاتې دي، هغوی هم د وتلو هڅه کوي.”

طالب واکمنۍ کې د سینما فعالیت

که څه هم فکر کېده چې د طالبانو له واکمنېدو سره به د سینماګانو دروازې وتړل شي خو بر عکس لیدل کېږي چې دوی ټولو سینماګرانو ته په اسلامي چوکاټ کې د فعالیت اجازه ورکړې ده.
دغه راز په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ۹ فلمونه او یو سریال په خپلواک ډول او یو سریال د ایران په مرسته جوړ شوی. د دې ترڅنګ د «دید نو» په نوم یو هنري فیسټوال هم جوړ شوی و چې دوه نجونو په کې د غوره سناریو لیکونکو جایزې هم ګټلې وې.

نور ولولئ: صحرا کریمي:د پارلمان یوه وکیله هڅه کوي چې د بهزادسینمانه سوداګریز مرکز جوړکړي

همداراز اوس مهال په کابل کې یوه دولتي او درې خصوصي سینماګانې فعالې دي چې په افغانستان کې جوړېدونکي فلمونه او سریالونه په کې نندارې ته وړاندې کېږي.

له سینماګانو سره د طالبانو چلند

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وايي، اسلامي امارت له سینما سره هېڅ ستونزه نه لري او سینماګران کولای شي چې د اسلامي اصولو په نظر کې نیولو سره، خپل فعالیتونه مخته یوسي.
“د تېر کال په پای کې له ۴۰ تر ۵۰ پورې فلمونه نندارې ته وړاندې شول، د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د افغان فلم مسوولین مکلف دي چې له سینما څخه د ملت وېښولو، کلتور ژوندي کولو او د حقایقو منعکسولو لپاره کار واخلي.”
په همدې حال کې د افغان فلم رییس مولوي جاوید افغان هم وايي چې د سینما په برخه کې د طالبانو پالیسي څرګنده ده.
“سینماګران کولای شي د دیني اصولو او ارزښتونو په چوکاټ کې خپل فعالیتونه وکړي، که دوی له دیني اصولو سرغړونه ونه کړي، نو هېڅ ستونزه نشت”.
بل لورته بیا سیمنايي لوبغاړي وايي چې له ښځو پرته د دوی فلمونه بریالي کېدلی نه‌شي. د سینماګرانو ټولنې رییس عارف نوري وايي:
“موږ ته اجازه نه راکول کېږي چې په ازاده فضا کې د فلم لپاره له مېرمنو سره کار وکړو، دا زموږ لپاره یوه لویه ستونزه ده.”
خو د اطلاعاتو کلتور وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وايي چې دا بندویزنه نه بلکې شرعي احکام دي:«دا بندیزونه نه؛ بلکې یو شرعي حکم دی چې هېڅوک په کې د لاسوهنې حق نه‌لري، ښځې کولاى شي د شرعي مسايلو په نظر کې نيولو سره په سينما کې کار وکړي او دا يوه اړتيا ده.”
اروز وداع چې ۱۵کاله یې په فلمونو، سریالونو او تمثیلي ټوټو کې کار کړی وايي:« سینما زما کار و، خو اوس مې پرېښې، اوس مهال ناروغه هم یم او د کار توان هم نه لرم، زه له هیچا ګیله نه‌لرم»
په ټوله کې د سینما لوبغاړي طالبانو، کورنیو او بهرنیو مرستندویه موسسو څخه غواړي چې د دوی لاسنیوی وکړي، ترڅو په افغانستان کې دا هنر یو وار بیا وده وکړي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button