Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

افغانستان

د شهید ګیله‌من وزیر جنازه به نن جمعه خاورو ته وسپارل شي

د شهید ګیله‌من وزیر جنازه به د شمالي وزیرستان په رزمک سیمه کې خاورو ته وسپارل شي

د مدني او بشري حقونو د فعال او د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي ګیله من وزیر جنازه به نن جمعه د شمالي وزیرستان په رزمک کې په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شي.

ګیله من وزیر د چهارشنبې په شپه د اسلام اباد په یو روغتون کې د هغو  ټپونو له کبله، چې د یکشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د څو تنو د وهلو پنتجه کې وراوښتي وو، ساه ورکړه.

پرون سهار د ګیله من وزیر جنازه له اسلام اباد څخه د یوه کاروان په بدرګه ولېږدول شوه. د پښتون ژغورنې غورځنګ یا (PTM) مشر پرون پېښور ته نژدې په بډه بیره کې یوې غونډې ته، چې د ګیله من وزیر د درناوي لپاره خلکو جوړه کړې وه، اعلان وکړ چې دوی به له خپلې مبارزې لاس وانخلي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مبارزه به نه درېږي

په بډه بېره کې د خلکو ډلې ته وینا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وویل، د دوی مبارزه به په جدیت روانه وي:

«دې سړي ځان ډېر ستر کړ. یو ځل یې نیولی و. پر بدن یې نښانونه شته چې په سپیو یې داړلی و. د برق شارټي یې ورکړې وه. زموږ ملګری و. شهادت یې قبول کړ، خو د جنرالانو ظلم ته تسلیم نه شو.»

نور ولولئ: د منظور پشتین په موټر لومړی ډزې شوې او بیا نیول شوی دی

نور ولولئ:  منظور پشتین: بغلان کې وروستي سیلابونه یو ستره غمیزه ده

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د لارې په اوږدو کې څو ځایه ودرېد او د خلکو ډلو ته یې وینا وکړه او ویې ویل چې د دوی د صبر کاسه نسکوره شوې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي، ګیله من به نن مازدیګر د هغه په پلرني ټاټوبي د رزمک په اسد خیلو کلي کې خاورو ته وسپارل شي.

afghan (79)
د شهید ګیله‌من وزیر جنازه به نن جمعه خاورو ته وسپارل شي

د افغانستان ملي بیرغ

په هغو ویډیوګانو کې چې پر خواله رسنیو خپرې شوي، ښکاري چې د ګیله من وزیر د جنازي موټر د افغانستان پر درې رنګه بیرغ پوښول شوی دی.

ګیله من وزیر په خپله شاعرۍ کې د لوی افغانستان یادونه کوله، او ډیر کله به يې د افغانستان بیرغ پر اوږو پروت و. هغه په خپلو ویناوو کې تل د پاکستان د حکومت او د دې هیواد د پوځ پر پالیسو انتقاد کاوه چې په همدې تور په ۲۰۲۳ کال کې ونیول شو او اته میاشې یې په زندان کې تیرې کړې وې.

له ګیله من وزیره پنځه ماشومان پاته شول چې درې نجونې او دوه زامن دي. نوموړي د شپږو خویندو او دوو وروڼو کشری ورور و، وروڼه یې له پاکستانه دباندې کار کوي، مور یې ژوندۍ او پلار یې وفات شوی دی.

ګیله من وزیر عالي تحصیلات نه ووکړي، خو د فوق العاده استعداد او ذکاوت د درلودلو له امله ډېر ښکلي او له وطندوستي احساس ډک شعرونه یې ویلي دي او څه چې ویل  عمل یې هم پرې کاوه.

د  افغانستان پخوانيو ولسمشرانو حامد کرزي او محمد اشرف غني په ګډون د نړۍ په يو شمېر هېوادونو کې مېشتو افغانانو هم د ګيله­من وزیر په باب خپګان ښوولی او  پر ده بريد يې د پښتنو لپاره يوه ضایعه بللې ده.

د یادونې وړ ده چې ددغه انقلابي شاعر شهادت د لرو او برو پښتنو غوصه راپارولي ده.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button