نړیوال خبرونه

د شکرې په کچه کې ناڅاپي کموالی، نښې نښانې، لاملونه او درملنه یې

د شکرې ناروغانو لپاره د وینې لوړ شوګر خطرناک وي او همدغه راز د وینې د شکر په کچه کې ناڅاپي کموالی هم د خطرناک حالت لامل کېږي. د شکرې ناروغۍ ډاکټران وایي، هغه خواړه چې موږ یې خورو، هغه په ګلوکوز بدلوي او د انرژۍ په توګه یې کاروي؛ خو کله چې په بدن کې د ګلوکوز کمښت واقع شي نو بدن سم فعالیت نه شي کولی او وژونکي ثابتېږي.

کله چې د شکرې ناروغان د شکر د کچې د توازن لپاره انسولین او درمل استعمالوي، نو د شکر د کچې د ناڅاپي ټیټېدو لامل کېږي، په ځانګړې توګه که په داسې وخت کې مناسب خواړه ونه خوړل شي، نو د شکرې د کمېدو چانس زیاتېږي.

نښې نښانې:

کله چې د وینې شکر ټیټ شي نو په نښو نښانو کې یې د عصبانیت احساس، سر دردي او د خوب مشکل شامل دي. په ځینو مواردو کې د حواس له لاسه ورکولو او بې هوښۍ هم پکې وي چې یو جدي حالت دی. د شکرې ناروغان چې د وینې د کم شکر ستونزه لري، نو دا خطرناکه وي، په ځانګړي توګه کله چې د شپې په وخت واقع شي. نن به د هغه خوړو په اړه وغږیږو چې د وینې د ګلوکوز د ټیټې کچې په مخنیوي او نورمال ساتلو کې مرسته کوي.

تازه جوس:

کله چې د وینې له ټیټ شکر سره مخ شئ، نو تاسو کولی شئ چې د مېوو جوس وڅښئ لکه مڼه، کېنو، مالټه، انار او نور استعمال کړئ او د خپل ګلوکوز کچه معاینه کړئ؛ خو پام مو وي چې د زیاتو خوږو مېوو جوس ډېر ونه کاروئ او په اعتدال سره یې وڅښئ.

تازه او وچه مېوه:

که چېرته د وینې د شکر په کچه کې مو ناڅاپه ټیټوالی راشي نو د درملنې لپاره یې تازه او وچې مېوې استعمال کړئ او د دې لپاره کیلې، انار، مڼې، هندواڼې، پپیتا، انګور او تازه موسمي میوې وکاروئ، ځکه چې دا په ویټامینونو او منرالونو بډایه دي او د وینې د شکرې کچه په چټکۍ سره نورمال ساتي.

نور یی ولوله | په تېرو نهو میاشتو کې هېواد ته د څه باندې ۷۰۰ زره افغان کډوالو راستنېدل

نور یی ولوله | د چاپېریال ساتنې ملي اداره: په تېره یوه میاشت کې هوا ککړه شوې

له ډاکټر سره مشوره وکړئ:

که غواړئ د وینې شکر مو په چټکۍ سره یو څه لوړ شي نو د دې لپاره له وچې مېوې ګټه پورته کړئ، په ځانګړې توګه چارمغز او بادام وخورئ، ځکه چې دا د اومیګا تري شحمي اسیدونو او فایبر لري او د وینې لوړ شکر نورمال ساتي، دا د خواړو څخه د شکرو هضم ورو کوي او د شکر د ټیټیدو مخه نیسي.

له ملایي پرته شیدې:

که چېرته د شکرې د ناڅاپه له ټیټېدو سره مخ شوئ نو یوه ګیلاس ګرمې شېدې یې په لوړولو کې مرسته کوي؛ خو پام مو وي چې غوړې شېدې ونه کاروئ، ځکه چې شیدې ویټامین ډي او کاربوهایډریټ لري، چې د وینې د شکر کچه کنټرولوي.

ګلوکوز:

که چېرته تاسې د وینې د شکر له ناڅاپي کمښت سره مخ شئ نو د درملنې لپاره یې په خپل جیب کې یو څه خواږه یا نور وساتئ او سمدستي یې وخورئ، دا بدن ته سمدستي انرژي ورکوي او د وینې د شکر کچه نورمال ساتي.

درملنه:

که چېرته غواړئ چې د وینې د شکر کچه مو نورمال وي نو په ژوند کې ځینې بدلونونه راولئ. ډېر خوراک وکړئ او په ورځ درې ځلې د زیات خوراک پرځای پنځه شپږ ځله خوراک وکړئ. خپله انرژي پوره وساتئ او د شکر کچه مو کابو وساتئ، هغه خوراکونه مه کوئ چې ډېر خواږه خوري او له پروسیس شوي خواړو، سړو مشروباتو او نورو ډډه وکړئ. هغه خواړه وخورئ چې ټیټ ګلاسیمیک انډیکس ولري، په خوړو کې مناسب پروټین وخورئ، ځکه چې دا د شکر کچه نورمال ساتي

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button