نړیوال خبرونه

د چاپېریال ساتنې ملي اداره: په تېره یوه میاشت کې هوا ککړه شوې

د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، په تېره یوه میاشت کې د پلازمېنې هوا د پخوا پرتله ډېره ککړه شوې ده

د چاپیریال ساتنې ملي اداره

د دوی په وینا، د چاپیریال ساتنې ملي اداره د ککړې هوا د کچې د مالومولو لپاره کافي وسایل نه‌لري

د هوا د ککړتیا د کنټرول او تنظیم ریاست سرپرست محمد بصیر امین زیاتوي: «د هوا د ککړتیا او د هوا د ککړتیا د وضعیت له امله موږ یوازې یو سټیشن لرو چې د شپږمې ناحیې د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې په انګړ کې نصب شوی او په ۲۴ ساعتونو کې د هوا د کیفیت ګورو، خو دا اټکل د ټول کابل د هوا د وضعیت استازیتوب نه‌کوي. 

نور یی ولوله | اروپايي ټولنه: مېلیونونه افغانان په بشرپاله مرستو متکي دي

نور یی ولوله | عجیبه پېښه : یو سړی د ریل مخې ته خیز کړ او بیا څه وشو؟

مسولین : 

د مسوولانو په خبره، په کابل کې د خلکو له لوري د سون توکو او په ځانګړې توګه د ډبرو سکرو، پلاسټیکي او نور ورته د دغه ډول توکو سوځول د پلازمینې د هوا د ککړتیا اصلي لاملونه ګڼل کېږي.

ورته مهال کابل ښاریان وايي چې د هوا د ککړتیا له امله په پلازمېنه کې د ناروغانو شمېر ډېر شوی دی.

کابل اوسېدونکی شعیب وايي

د کابل اوسېدونکی شعیب وايي: «زموږ ډېری ښاریان ناروغه کېږي، سینه بغل کېږي او په بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي، موږ له اوسني حکومت غوښتنه کوو چې دې برخې ته پاملرنه وکړي.

د کابل یو بل اوسېدونکی احمد یوسف زیاتوي: «په کابل ښار کې هوا ډېره ککړه وي، زه هم دې هوا ناروغ کړی یم. له دې سره سم، کابل ښاروالي وايي، د پلازمینې په بېلابیلو برخو کې د ککړې هوا د مخنیوي لپاره د فلترونو د نصبولو په تړاو یې څېړنې روانې دي. د کابل ښاروالۍ استازی نعمت الله بارکزی زیاتوي: «موږ ۲۸۰۰ کورونه وکتل چې له دې ډلې ۱۸۰۰ یې مرکز ګرمي نه درلوده، خو ۱۰۰۰ نورو یې مرکز ګرمي درلوده او له دې ډلې یې ۵۰۰ فلټر درلودهد چاپېریال ساتنې کارپوه سید قیوم هاشمي وايي: «کله چې له اقتصادي اړخه د کمزورو خلکو لاس ته د ډبرو سکرو کارول وغورځېږي، د هوا ککړتیا باعث ګرځي

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button