Uncategorized

د طالبانو سفیر سره د لیدنې له امله مالدیف خپل سفیر له پاکستانه وویست

طالبان په رسمیت نه دي پېژندل شوي، له همدې د مالدیف سفیر د طالبانو له سفیر سره له لیدنې وروسته وغوښتل شو

طالبان تر اوسه په رسمیت نه دي پېژندل شوي او د نورو هېوادونو ډیپلوماټیک استازي ورسره نه ګوري. له همدې امله د مالدیف د بهرنیو چارو وزارت په پاکستان کې خپل سفیر ورغوښتی چې ولې یې د طالبانو له سفیر سره لیدلي دي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، په اسلام اباد کې د طالبانو له سفیر سره تر لیدنې وروسته مالدیف خپل سفیر محمد طه له پاکستانه وغوښت.

بې له کومې اجازې لیدنه

له بل پلوه د مالدیف د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا په خپور شوي یو بیان کې راغلي، چې د دغې لیدنې په تړاو اجازه نه وه غوښتل شوې او په دې برخه کې د مالدیف حکومت له‌خوا لازم ګام اخیستل شوی دی.

د دغه بیان له مخې، مالدیف هغه حکومت چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازیتوب کوي؛ د افغانستان د مشروع حکومت په توګه پېژني.

ورته مهال پاکستانۍ رسنۍ اردو نیوز هم په خپلو یوه راپور کې ویلي، چې مالدیف په پاکستان کې د خپل سفارت له پاڼې د ښاغلي طه نوم لرې کړی دی.

نور ولولئ: م.م. کې د امریکا سفیره وايي، امریکا طالبان په رسمیت نه پیژني

نور ولولئ: مک‌کال افغانستان ته د امریکايي چارواکو سفر له افغانانو سره خیانت بولي

په پاکستان کې د مالدیف سفیر محمد طه په اسلام اباد کې د طالبانو له سفیر سردار احمد شکېب سره درې ورځې وړاندې د نومبر په لومړۍ نېټه لیدلي و.

د یاد سفیر ټینګار

‏هغه مهال په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت د دغې لیدنې په اړه پر اېکس پاڼه لیکلي و، چې ښاغلي طه په دغې لیدنه کې ټینګار کړی چې هېواد یې له افغانستان سره د نږدې او ټینګو اړیکو غوښتونکی دی.

هغه دغه راز هیله‌مندي څرګنده کړې وه، چې د افغانستان له لارې به وشي کړای د منځني ختیځ له هېوادونو سره ټرانزیټي اړیکي ټینګ کړي.

که څه هم د ځینو هېوادونو سره طالبانو ښې اړیکي جوړې کړې دي؛ خو د درېیو کلونو په تېرېدو سره لاهم د طالبانو حکومت هیڅ یوه هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

طالبان بیا په بېلابېلو ویناوو کې ادعا کوي چې نړیوال ورسره د تعامل په هڅه کې دي، خو له دغه ادعا سره سره بیا هم په نړۍ کې د کوم هېواد له لوري په رسمیت نه دي پېژندل شوي او له دغه رژیم سره رسمي اړیکې نه پالي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button