اقتصاد او سوداګري

د طالبانو سوداګریز اتشه به ډېر ژر متحده عربي اماراتو کې په کار پیل وکړي

اړوند خبرونه: 

متحده عربي اماراتو په ۲۲۳ سیالو شاخصونو کې په نړیواله کچه لومړی مقام خپل کړ

د متحده عربي اماراتو بهرنۍ مرستې له ۱۹۷۱ راهیسې ۳۶۰ ملیارد درهمو ته ورسېده

په دوبۍ کې د طالبانو سرکونسل وايي، دغه پرېکړه له افغان سوداګریزو او په متحده عربي اماراتو کې مېشتو بهرنیو سوداګرو سره د اړیکو پیاوړتیا په موخه شوې ده.

په دوبۍ کې د طالبانو سرکونسل عبدالرحمن فدا ویلي، په متحده عربي اماراتو کې به د افغانستان سوداګریزه اتشه ډېر ژر خپل فعالیتونه پیل کړي.

په دوبۍ کې د طالبانو سرکونسل په دې هکله زیاته کړې چې دغه پرېکړه له افغان سوداګریزو او په متحده عربي اماراتو کې مېشتو بهرنیو سوداګرو سره د اړیکو پیاوړتیا په موخه شوې ده.

د نوموړي په وینا، د طالبانو رییس‌الوزرا په اماراتو کې د سوداګریزې اتشې ګومارنه تایید کړې ده.

په متحده عربي اماراتو کې سرکونسل عبدالرحمن فدا په دې هکله وايي:«د دوبۍ په کونسلګرۍ کې د سوداګریزې اتشې برخه شته، دلته دغه بست شته، فعالیت یې له ډېر وخت راهیسې روان وو او اوس هم روان دی؛ البته په اوس وخت کې موږ یو داسې ډیپلوماټ نه‌لرو، چې سوداګریزه اتشه یا د سوداګرۍ وزارت له خوا دلته ګومارل شوی وي.»

ښاغلی فدا دغه‌راز وايي، چې د طالبانو او متحده عربي اماراتو د لوړ پوړو چارواکو ترمنځ پرله پسې ناستې شوي او د دغو ناستو په پایله کې به دوبۍ ته د افغانانو تګ اسانه شي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button