اقتصاد او سوداګري

د طالبانو ویاند؛ په افغانستان کې د ټاپي پروژې کارونه عملاً روان دي

ذبیح الله مجاهد وايي، د ټاپي پروژې کارونه عملاً په افغان خاوره کې روان دي

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل اېکس پاڼې د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې په افغان خاوره کې د ټاپي پروژې کار عملا روان دی.

د روانې لیندۍ / قوس میاشتې په ۶مه د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د ټاپي تجهیزاتو یو لنډمهاله بندر جوړیدو خبر ورکړل شوی وو.

په یاد خبر کې د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي وو،چې دواړه لوریو په یوه غونډه کې افغانستان ته د ټاپي پروژې د پایپ لاین او تجهیزاتو د لېږد لپاره د بندر جوړېدو باندې خبرې کړې دي.

د سلیم چشمه په سیمه کې بندر

سرچینې زیاته کړې وه، چې دا بندر د سلیم چشمه په سرحدي سیمه کې د لنډ وخت لپاره جوړېږي.

یاده دې وي چې ټاپي د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د ګازو د لېږد پروژه ده چې ټول اوږدوالی یې ۱۸۴۰ کیلومتره ښودل شوی دی.

د چارواکو په وینا چې تر اوسه پورې ۲۱۴ کیلومتره د ګازو نللیکه په ترکمنستان کې رغول شوې.

نور ولولئ: د ټاپي پروژې تطبیق لپاره تخنیکي چمتووالی نیولی

نور ولولئ: د ټاپي پروژې پرمختګ

نور ولولئ: د رېل‌پټلۍ او ټاپي پروژو په اړه د خبرو لپاره طالب پلاوی ترکمنستان ته ورسېده

ویل شوی چې له ترکمنستانه تر هنده پورې د ګازو په دې نللیکه کې به په کال کې ۳۳ میلیارده متره مکعبه ګاز لېږدول کېږي،چې له دې به پنځه میلیارده متره مکعبه ګاز افغانستان ته ورکول کېږي او پاتې برخه به یې په مساوي ډول پاکستان او هندوستان ته ورکول کېږي.

د رېل پټلۍ او ټاپي پروژو په اړه د خبرو لپاره طالب پلاوی ترکمنستان ته ورسېده 780x470
د رېل پټلۍ او ټاپي پروژو په اړه د خبرو لپاره طالب پلاوی ترکمنستان ته ورسېده

د ګازو دا نللیکه به د هرات، فراه، هلمند او کندهار له لارې پاکستان ته تېرېږي چې ورسره به په دغو ولایتونو کې ګڼو خلکو ته کاري فرصتونه برابر شي.

د ټاپي پروژې ظرفیت

هغه زیاته کړه چې د ټاپي نللیکه به په کال کې ۳۳ میلیارده مکعب متره ګاز انتقال کړي.

ترکمنستان ډېر لیواله دی چې دا پروژه ژر پیل او بشبړه شي خو په افغانستان کې امنیتي او اوس سیاسي بې ثباتي سبب کېږي چې پر دې پروژې کار ونه شي. حاضردمه نړیوال پانګوونکي زړه نه ښه کوي چې په افغانستان کې پر دې پروژه پانګونه وکړي ځکه چې افغانستان یو مشروع حکومت چې نړیوالو په رسمیت پېژندلی وي او پر خپلو نړیوالو ژمنو ولاړ وي، نه شته.

د دې پروژې د رسمي کار پیل د ۲۰۱۵ کال په ډیسمبر کې د ترکمنستان پلازمېنه عشق اباد کې د افغان ولسمشر اشرف غني، د پاکستان د هغه وخت لومړي وزیر نواز شریف او هندي او ترکمن مشرانو له خوا پرانیستل شو.

تمه وه چې د لس میلیارد ډالرو په ارزښت دا اتلس سوه کیلومتره اوږده پروژه په ۲۰۱۹ کال کې پلې شي، خو په افغانستان کې د ناامنۍ له امله تر اوسه د کاغذ پرمخ پاتې ده.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button