افغانستان

د طالبانو ۴ کلنه واکمنۍ کې د افغانستان رسنۍ د غلي مرګ په درشل کې

اړوند خبرونه:

د طالبانو رسنۍ ځپونکي پالیسي؛ خوست کې یې دوه راډیوګانې وتړلې

طالبانو په خوست کې د «غرغښت» راډیو خپرونې بندې کړې

طالبانو په خوست کې په راډیوګانو کې د نجونو پر ټیلیفوني اړیکو بندیز ولګاوه

د راډیو نړیواله ورځ؛ افغانستان کې راډیویي خپرونې ولې بې کیفیته دي؟

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې (نی) نوي موندنې یو ټکان ورکوونکی انځور وړاندې کوي؛ په هېواد کې د طالبانو له بیا واکمنېدو ۴ کاله وروسته، د بیان ازادي په بشپړه توګه له منځه تللې او د رسنیو صنعت له بې مخینې زوال سره مخ دی. دا وضعیت د د دوو لسیزو لاسته راوړنې په اوبو لاهو کوي او د  رسنیو د ازاد جریان مخه نیسي.

د شمېرو له مخې، په افغانستان کې د فعالو رسنیو شمېر د جمهوریت د وروستیو ورځو په پرتله له ۵۴ سلنې څخه ډېر کم شوی دی. چاپي رسنۍ تر ټولو ډېرې ځپل شوې دي، چې له ۲۵۴ فعالو رسنیو څخه اوس یوازې ۳۶ پاتې دي، او ۸۵ سلنه یې له فعالیته لوېدلې دي.

دا ناورین یوازې تر ادارو محدود نه دی، بلکې پر انساني ځواک یې هم ژور اغېز کړی دی. د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو شمېر ۸۱ سلنه کم شوی دی. خو تر ټولو دروند ګوزار ښځینه خبریالانو ته ورکړل شوی، چې نږدې ۹۰ سلنه یې خپلې دندې له لاسه ورکړي او له رسنیز ډګر څخه په بشپړه توګه ایستل شوې دي.

د طالبانو چلند له رسنیو او خبریالانو سره له تاوتریخوالي ډک دی او د ویرې فضا یې حاکمه کړې ده. په تېرو ۴ کلونو کې، د دې ډلې له خوا ۴۰۳ خبریالان نیول شوي دي. دا شمېره د تېر شل کلن جمهوریت په ټوله دوره کې د خبریالانو د نیول کېدو له مجموعي شمېر څخه شل برابره ډېره ده، چې دا په خپله د رسنیو پر وړاندې د طالبانو د سخت دریځ او سیستماتیک فشار ښکارندويي کوي.

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې اطلاعاتو ته لاسرسی تقریباً صفر ته رسېدلی دی. رسنۍ په بشپړه توګه د دې ډلې د استخباراتو تر سانسور او کنټرول لاندې دي. انتقادي راپورونه او له طالبانو څخه ننګوونکې پوښتنې منع شوي دي، او د رسنیو مدیران مجبور دي چې له دې ډلې سره د همکارۍ تعهدنامې لاسلیک کړي، چې په حقیقت کې د خپلواکۍ د پای ټکی دی.

نی دا وضعیت “د ازادو رسنیو غلی مرګ” بولي او خبرداری ورکوي چې که دا لړۍ دوام ومومي، نو نه یوازې د افغانستان د رسنیو تاریخ به له منځه ولاړ شي، بلکې د طالبانو څخه وروسته دوره کې به هم د بیان ازادۍ راتلونکې له یوه جدي بحران سره مخ شي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button