سیمه ییز خبرونهنړیوال خبرونه

د قطر لومړي وزیر او ملا هیبت الله تر منځ پټه ناسته

رویټرز خبري اژانس د قطر د لومړي وزیر او ملا هیبت الله تر منځ د پټې ناستې خبر ورکړی دی

د قطر لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني او د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده دا ناسته د روانې مې میاشتې پر دولسمه د افغانستان په سویلي ولایت کندهار کې کړې ده.

سرچینه زیاتوي، د دواړو مشرانو تر منځ دغه ناسته نړیوالې ټولنې سره د طالبانو د رامنځته شوي کړکېچ د هوارۍ په موخه شوې. د طالبانو مشر تر اوسه په عامه محضر کې خلکو نه دی لیدلی، پیغامونه یې په لیکنۍ او غږیزه بڼه خپرېږي او یوازې یو تصویر یې رسنیو کې خپرېږي.

نور طالب چارواکي خبر دي؟

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي پښتو پاڼې ته ویلي وو “نه غواړي په دې اړه څه ووايي.”

خو په کندهار کې د عالمانو شورا یوه غړي بیا بي بي سي ته ویلي: “د دغې کتنې په اړه یې اورېدلي” خو پر جزیاتو یې خبر نه دی.

دا لومړی ځل دی د طالبانو مشر هبت الله له یوه بهرني مشر سره ګوري.

سرچینه وايي، د امریکا ولسمشر جوبایډن هم له دې خبرو خبر دی او له طالبانو سره د خبرو د دوام په ګډون د دواړو اړخونو تر منځ “د بحث وړ ټولو مسایلو کې همغږی” پاتی شوی.

دغې سرچینې چې د نوم نه ښودلو په شرط یې رویټرز خبري اژانس سره خبرې کولې ویلي، د نجونو پر زدکړو او ښځو پر کار د بندیزونو پای ته رسولو اړتیا هم د شیخ محمد او ښاغلي هبت الله د دغو پټو خبرو یوه برخه وه.

رویټرز وايي: “دا ناسته قطر لپاره د یوې ډیپلوماتیکي بریا نښه ده، له یوې خوا د طالبانو له لوري پر ښځو د لګول شویو بندیزنو یې نیوکې کړي، داسې حال کې چې بلخوا بیا اسلامي غورځنګ سره د اوږدې مودې اړیکو په کارولو سره هڅه کوي د نړیوالې ټولنې او طالبانو تر منځ ژورې اړیکې ټینګې کړي.”

نور ولولئ: قطر کې د اسلامي امارت او امريکايي پلاویو لیده کاته شوي دي

امریکا هم له طالبانو غوښتي چې پر ښځو لګول شوي بندیزونه لېري کړي او د کار، زدکړو اجازه دې ورکړي.

دا هڅې د دې لپاره دي چې پر طالبانو د نړۍ بندیزونه پای ته ورسوي او افغانستان کې روان بشري کړکېچ ته د حل لار ولټوي، چې له امله یې لسګونه میلیونه افغانان له لوږې او بې کارۍ سره مخ دي.

سپینې ماڼۍ د دغو خبرو په اړه له څه ویلو ډډه کړې او د قطر د بهرنیو چارو وزارت هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ملا هیبت الله اخوندزاده په دریځ کې نرمښت

د طالبانو مشر مولوي هبت الله چې یو سخت دریځه اسلامپاله دی، خپلو فرمانونو کې جوړجاړي ته ډېر زړه نه ښه کوي.

خو د قطر لومړي وزیر سره یې ناسته دا ښکاروي، چې نوموړی د افغانستان د انزوا حالت پای ته رسولو او بهرنیو مرستو ته د ودې ورکولو برخه کې د لارو موندلو په لټه کې دی، ځکه دغه هېواد کې له یوې ورځې بلې ته لوږه او بې وزلي په ډېرېدو ده.

ډېر ولولئ: د قطر لومړي وزير د طالب مشرانو کتلو په موخه کندهار ته راغلی دی

رویټرز کاږي چې په دې ناسته کې ملا هبت الله د بشري ناورین د پای ته رسولو غوښتنه هم کړې.

شیخ محمد چې د قطر د بهرنیو چارو وزیر هم دی پر همدې ورځ کندهار کې د طالبانو لومړي وزیر ملا محمد حسن اخوند سره په ښکاره کتلي.

نوموړي سره د قطر د استخباراتو مشر هم مل و. قطر په ۲۰۱۳ کال کې د طالبانو استازو ته په خپل هېواد کې د دفتر پرانیستو اجازه ورکړه او د طالبانو له اوسني حکومت سره تر بل هر چا ډېرې نژدې اړيکي لري.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button