Uncategorized

د مالیې وزارت سرپرست د دې وزارت د بودیجې او خزاینو ریاستونو یو شمېر کارکوونکي وستایل

د مالیې وزارت سرپرست د دې وزارت د بودیجې او خزاینو ریاستونو یو شمېر کارکوونکي په تقدیرنامو وستایل د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دې وزارت د بودیجې او خزاینو ریاستونو یو شمېر کارکوونکي د دوی د ګټورو او اغېزمنو خدمتونو په وړاندې کولو سره وستایل.

په دې مراسمو کې چې د مالیې وزارت یو شمېر رئیسانو حضور درلود، مراسم د قران عظیم الشان د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شول.
د بودیجې عمومي ریاست لوی رئیس سید نصیر احمد په خپله پرانیستې وینا کې د مالیې وزارت له سر مشرۍ څخه د مننې ترڅنګ د دې پروګرام په تړاو وویل، چې د مکافاتو او مجازاتو اصل پلي کول ښې پایلې لري، چې یو یې هم د غوره کارونو ترسره کولو په سبب د کارکوونکونکو هڅول دي.

د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې له کوچني اختر څخه وړاندې دولتي ادارو د معاشونو اجرا کولو په برخه کې ستونزه لرله او د بودیجې او خزاینو عمومي ریاستونو کارکوونکو د روژې په مبارکه میاشت کې د فشار او هلو ځلو په ترسره کولو سره وکولی شول د ۴ ورځو په موده کې د معاشونو ورکړې ستونزه هواره کړي

fb img 1622021781795

هغه وویل په حقیقت کې د دوی هلې ځلې د ستایلو وړ دي. د ستاینلیکونو ورکړه په دې معنی ده چې کارکوونکو په خپلو ور سپارل شویو دندو او مسؤلیتونو کې نه ستړي کېدونکي هلې ځلې کړې دي. نوموړي زیاته کړه چې ځیني وختونه د دا ډول ستونزو د له منځه وړلو او کاري پرمختګ لپاره کاري روش بدلولو ته اړتیا وي.

د تګلارې په تغییر سره ښه مدیریت، خدمتونو وړاندي کول کولی شي دولت ته د خلکو باور را جلب کړي.د مراسمو په پای کې د مالیې وزارت سر مشري د بودیجې او خزاینو عمومي ریاست وړ کارکوونکو ته ستاینلیکونه ورکړل او د دوی کارکونکو سره ېې عکسونه هم واخیستل.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button