Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

Uncategorized

د متحده عربي اماراتو بهرنۍ مرستې له ۱۹۷۱ راهیسې ۳۶۰ ملیارد درهمو ته ورسېده

د متحده عربي اماراتو بهرنۍ مرستې له ۱۹۷۱ راهیسې بیا تر نن پورې ۳۶۰ میلیارد درهمو ته ورسېده

له ۱۹۷۱ کال کې د متحده عربي اماراتو تر جوړیدو وروسته، تر ۲۰۲۴ کال نیمایي پورې، د اماراتو بهرنۍ مرستې ۳۶۰ میلیارد درهم (۹۸ میلیارد ډالر) ته رسیدلې، چې په فقر کمولو، د ناورینونو او بحرانونو اغیزې کمولو، اقتصادي او ټولنیز پرمختګ ملاتړ، او نړیوال ثبات او سولې ترویج کې یې مهمه ونډه لرلې.

مرستې او بشري پیوستون ارزښتونه د متحده عربي اماراتو د لارو چارو یوه نښه او یوه تل پاتې ځانګړنه ګرځیدلې، چې د دسمبر په دویمه یې د اتحاد اختر ۵۳مه کلیزه ولمانځله.

متحده عربي امارات د نړیوالو بشري مرستو په برخه کې خپل مخکښ رول ته دوام ورکړ، او په هر ډول کې د نړیوال پیوستون او همکارۍ روحیه وړاندې کولو ته خپله ژمنتیا بیا تایید کړه.

afghan 2024 12 04t121748.352

له نورو هېوادونو سره د متحده عربي اماراتو بشري مرستې

د بې وزلۍ د راټیټولو، پیوستون او رضاکارۍ د اصلي ارزښتونو له مخې، متحده عربي اماراتو د نړۍ په کچه هیوادونو او ټولنو ته د پام وړ بشري، بیارغنیزې او نورې مرستې وړاندې کړي، چې موخه یې د بې وزلۍ کمول، د ناورینونو اغیزو کمول، اقتصادي او ټولنیز پرمختګ ته وده ورکول او د سولې او امنیت ټینګول یې موخې وې او دي.

متحده عربي اماراتو په وروستیو کلونو کې د زیاتو بشري مرستو لپاره کمپاینونه پیل کړي دي. په ۲۰۱۵ کال کې یې “یمن ته پاملرنه” کمپاین پیل کړ. په ۲۰۱۷ کال کې یې له سومالیا سره مرستې وکړې. په ۲۰۱۹ کال کې یې بیا د روهنګیايي ښځو ملاتړ ته راودانګل، په ۲۰۲۲ کې یې په منځني ختیځ او افریقا کې مرستې وکړې او په ۲۰۲۳ کال کې یې بیا د ترکیې او سوریې زلزله ځپلو ته بشري مرستې ورسولې.

متحده عربي اماراتو د طبیعي پېښو، جګړې او نورو ناورینونو پر مهال له سوریې، ترکیې، افغانستان، پاکستان، هند، سومالیا، یمن کینیا، اردن، غزه او نورو هېوادونو سره په سختو حالاتو کې مرستې کړي دي.

د روغتونونو او کلینیکونو جوړول

د متحده عربي اماراتو ولسمشر جلالتمآب شیخ محمد بن زاید آل نهیان د هیواد په روغتونونو کې د غزې له قطاع څخه د ۱۰۰۰ زخمي ماشومانو او ۱۰۰۰ سرطان لرونکو ناروغانو د درملنې دستور ورکړی وو.

afghan 2024 12 04t121730.942

د دفاع وزارت د ګډو عملیاتو ادارې د “نیکۍ مرغان” عملیات پیل کړل، ترڅو په غزې کې په لاسرسی لرونکو سیمو کې بشري او مرستندویه مرستې هوايي په ځای کړي.

متحده عربي اماراتو په افغانستان کې له هغو خلکو سره د ۳۳ ټنو خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وکړه چې د افغانستان په جنوب هرات ولایت کې څو ورځې وړاندې زلزلې وځپل او د سر او مال دروند زیان یې ورته واړوه. په یاده زلزله په زرګونو کسان اغېزمن شوي چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

نور ولولئ: UNHRC د بشري حقونو په برخه کې د متحده عربي اماراتو موقف وستایه

نور ولولئ: د متحده عربي اماراتو خواخوږي؛ له زلزله ځپلو سره یې بېړنۍ مرسته وکړه

نور ولولئ:  متحده عربي اماراتو کې له افغان مشرانو او سوداګرو سره د ټوماس وېسټ لیده کاته

اماراتو د ۱۰۰۰ مربع متره ساحوي روغتون سره درې الوتکې، چې ۷۵ بسترونه او دوه عملیاتي خونې یې درلودې چې د وروستیو طبي تجهیزاتو او وسیلو سره سمبال وې، افغانستان ته د زلزلې قربانیانو ته د مرستې لپاره ولیږلې.

له افغانانو سره شوي مرسته شیخ زاید بن سلطان النهیان د خیریه بنسټ او نورو بنسټونو څخه راټوله شوي او بیا زلزله ځپلو ته لېږل شوي ده.

afghan 2024 12 04t121827.254

له افغانستان سره د متحده عربي اماراتو پرمختیايي او اقتصادي مرستې

ډېر افغانان دي چې د کار لپاره دوبۍ ته تللي دي او هلته مزدري کوي چې یوازې د خوست ولایت نه د ۱۷۰۰۰۰ کسانو په شاوخوا کې دي.

دغه افغانان وايي، په عربي متحده اماراتو کې د ژوند لپاره سهولتونه زیات دي، لکه د اولادونو د زده کړو لپاره ښوونځي او پوهنتونونه، د کاروبار زمینه، سیاحت، د پانګې جمع کول او د موټرو کاروبارونه ښه په درز کې روان دي.

ډېری داسې افغانان هم شته چې دغه هېواد ددوی په مټو اباد شوی دی. مثلا: دوی په ځوانۍ کې دغه هېواد ته تللي دي، خو اوس بوډاګان دي او هلته یې تر ۴۰ کلونو زیات عمر تېر کړی دی.

د طالبانو له رژیم سره د متحده عربي اماراتو اړیکې

د متحده عربي اماراتو د دولت رئیس شیخ محمد بن زاید النهیان د نورو سفیرانو تر څنګ د طالبانو د سفیر باورلیک هم ومانه

د متحده عربي اماراتو دولت په افغانستان کې د هر نظام په راتګ سره خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې او همکارۍ ښې ساتلي دي، خو دا ځل یې د طالبانو د رژیم په رسمیت پېژندلو اعلان نه دی کړی.

د متحده عربي امارات ددولت رییس د چار شنبې په ورځ د طالبانو د سفیر په ګډون د یو شمېر نویو سفیرانو باورلیکونه ومنل.

د شیخ محمد بن زاید ال نهیان په ماڼۍ کې د سفيرانو اخستل شوي ګډ عکس کې د طالبانو سفیر «مولوي بدرالدین حقاني» له بیرغ پرته او له یوې ښځې سره اوږه په اوږه لیدل کیږي.

د متحده عربي اماراتو رسنیو خبر ورکړی چې د طالبانو د رژیم رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخوند د متحده عربي اماراتو په یوه روغتون کې د هغه ناروغۍ له امله درملنه شوی چې دا څه موده نوموړی ورڅخه کړېده.

ملا محمد حسن اخوند دا څه موده ناروغ و چې په هېواد کې یې درملنه ونه شوه او له همدې امله نوموړی عربي متحده اماراتو ته لاړ او هلته یې د خپلې درملنه وکړه.

د عربي متحده اماراتو چارواکو طبي پرسونل ته امر کړی و چې د ښاغلي درملنه په سم ډول وکړي او د ملا حسن اخوند روغتیا ته پام وکړي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button