د متحده عربي اماراتو لخوا په افغانستان کې د مور او ماشوم د ۱۰ مرکزونو پرانیستل کېدل
متحده عربي اماراتو دولت په افغانستان کې د مور او ماشوم ۱۰ مرکزونه پرانیستلي دي
متحده عربي امارات په افغانستان کې په اوو ولایتونو کې د میندو لپاره ۱۰ زېږنتونونه پرانیستي دي. دا اقدام د اماراتو د پراخ پرمختیايي پروګرام یوه برخه ده چې هدف یې د بېلابېلو پرمختیايي برخو په ځانګړي ډول روغتیايي سکتور کې د اساسي زیربنا پیاوړتیا ده.
د متحده عربي اماراتو د خبري اژانس وام د راپور له مخې، دا نوښت د اماراتو د بهرنۍ مرستې د پالیسۍ یوه برخه ده چې له مخې یې په مختلفو هېوادونو کې بشري او پرمختیايي پروژې عملي کېږي. دغه پروژې د افغانستان لپاره د اماراتو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر تر څارنې لاندې پلې کېږي.
په افغانستان کې د امارتو د بشري مرستو هڅې
د نړیوالې همکارۍ لپاره د دولت وزیرې، رییم بنت ابراهیم الهاشمي، څرګنده کړه چې د متحده عربي اماراتو د دولتمشر شیخ محمد بن زاید آل نهیان تر مشرتابه لاندې، د اماراتو بشري، خیریه، او پرمختیايي هڅې په افغانستان کې دوام لري.
دا زېږنتونونه د ۲۰۲۴ د دسمبر په ۲مه (دوشنبه) په رسمي ډول په اوو ولایتونو کې پرانیستل شول.
نور ولولئ: د پېښو پر مهال له افغانستان سره د متحده عربي اماراتو مرستې
نور ولولئ: متحده عربي اماراتو کې د افغانانو هوسا ژوند
نور ولولئ: متحده عربي امارات؛ د راتلونکې لپاره نړیوال صنعتي مرکز
په هرات، کندهار، او پکتیا ولایتونو کې دوه دوه مرکزونه جوړ شوي دي، او نور مرکزونه په جلالآباد، هلمند، پکتیکا، او مزار شریف کې پرانیستل شول.
وزیرې زیاته کړه چې د مزار شریف د زېږنتون تر پرانیستنې یوه ورځ وروسته د یوې ښځې لومړی ماشومه وزیږېده، او دغه نوی زیږېدلی د متحده عربي اماراتو د هیواد مور عالیجنابې شیخې فاطمه بنت مبارک په درناوي “فاطمه” ونومول شوه.
د اماراتو د دولت رئیس هڅې
هغې د دې ترڅنګ د اماراتو ژمنتیا تایید کړه چې اړتیا لرونکو ټولنو او خلکو ته مرسته ورسوي. دې ټینګار وکړ چې د اماراتو بنسټ ایښودونکي، شیخ زاید بن سلطان آل نهیان، تل هڅه کوله چې خلکو ته د مرستې لاس وغځوي، پرته له دې چې دوی چېرته ژوند کوي، او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې اړمنو ټولنو ته اړینې روغتیايي خدمات وړاندې کړي.
متحده عربي اماراتو دا مرکزونه په داسي حال کې پرانیستي چې پر افغانستان واکمنو طالبانو نجونې له هر ډول طبي او صحي زده کړو محرومې کړي دي.
د طالبانو رژیم، چې په نړۍ کې تر ټولو منزوي رژیم دی، د سې شنبې په ورځ نجونې له نرسي، قابله توب او نورو طبي زده کړو منع کړې.