Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

سیمه‌ییز

د مکین جرګه وايي پوځ ورته له دوو کلیو د کډو بارولو امر کړی

پوځ د دوی په دوو کليو کې عمليات پيلوي او ورته ويل شوي چې له هغو ځایونو کډې بار کړي

مکیین د بر جنوبي وزیرستان هغه سیمه ده چې د دیسمبر پر ۲۱مه پکې په یو وسلوال برید کې د پاکستان ۱۶ امنیتي سرتیري وژل شوي او ۸ نور زخمیان شوي وو. د هغه برید مسوولیت تخریک طالبان پاکستان قبول کړی وو.

د مکين د جرګې مشر ملک سعيد انور

د دیسمبر پر ۲۴مه وويل، پوځ د دشکې او اباخېل کليو اوسېدونکو ته د دیسمبر د ۲۵مې نېټې تر دوو بجو پورې وخت ورکړی دی چې کورونه خالي کړي. نوموړي وویل، جرګې يې په دغه اړه له امنيتي او هم انتظامي چارواکو سره د خبرو هڅه وکړه، خو و نه توانېده. ده البته زياته کړه چې د بر جنوبي وزيرستان د پوليسو مشر ورسره په پرونۍ ليدنه کې د عملياتو د پيل خبره تاييد کړې ده.

نور ولولئ:  شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني پوځیانو برید؛ ۶ هلاک شوي او ۲۴ ژوبل دي

نور ولولئ: د پاکستان پنجاب کې راکټي برید؛ ۱۱ پولیس پکې وژل شوي

هغه زیاته کړه:”موږ پوځ ته او حکومت ته وایو چې عملیات خو تر دې وړاندې هم وشول خو څه نتیجه یې ورنه کړه. نو موږ د کلیو پرېښودلو ته تیار نه یو. که په زوره مو وباسئ نو دا بیا بله خبره ده. موږ مجبور یو ځکه چې نه د حکومت سره مو زور رسېږي او نه هم د طالب سره، ولس مجبوره دی.”

د رازین سیمې خلک وايي چې وسلوالو طالبانو یې

د فبرورۍ پر پینځمه په لرګیو بار څلور ګاډي سوځولي ول ــ انځور له ارشيفه

په مکين کې د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ رحمت شاه بيا وايي چې د سيمې خلکو ۱۰ کاله پخوا هم د وسلوالو د ځپلو په موخه قربانۍ ورکړې وې، خو سيمه يې ارامه نه شوه. هغه وايي: “پوځ دشکه او اباخېل کلي خالي کوي خو د دواړو کلو سره څلور پنځه کلي نور هم تړلي دي نو دا ټول کلي به ورسره په عذابېږي. موږ به ورته دا کلي په خوشالۍ خالي کړو خو څه ذمه واري شته چې مسله به حل شي؟ څوک به لیکلي راکړي چې له دې سره به امن راشي. موږ دا لس کلونه کېږي چې کورونه، سکولونه او جوماتونه مو ړنګ دي، دلته له ولس سره دوه مخې پالیسي روانه ده، عوام یقینا چې مجبور دي.”

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button