Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

روغتیاژوند او ټولنه

د مینیک ډیپریشن پېژندنه او د هغه ډولونه

تاسو به په دې لیکنه کې د مینیک ډيپرېشن ډولونه او ځانګړتیاوې وپېژنئ

دوه قطبي اختلال چې په تیرو وختونو کې “مینیک ډیپریشن” هم ورته ویل کیده، یوه رواني ناروغي ده چې په مزاج کې د شدید بدلون لامل کیږي. دوه قطبیت یا ‘یو ناڅاپه د مزاج بدلون’ کولی شي د خوښۍ احساسات د ژور خپګان په احساساتو بدل کړي.

نور ولولئ: رواني ناروغۍ او په ځوانانو کې د مغزي سکتې خطر

په دې ناروغۍ اخته کسان کله کله ژور خپګان لري او له ډېرو کارونو سره لیوالتیا نه لري، خو کله کله ډېر خوشاله مزاج، مست، قوي او ډیر فعاله وي.

همدا راز دوه قطبي حالت، د ناروغ خوب، قوت، فعالیت، هوډ، چال چلند او د سوچ کول وړتیا اغیزمن کوي او کیدای شي دا بدلونونه په کال کې څو ځله رامنځته شي.

دا ناروغي څنګه ښه کېدلی شي؟

څیړنو ښودلې چې د هرو سلو لویانو څخه یو یې په تنکي ځوانۍ کې له دې رواني اختلال سره مخامخ کیږي. خو د ‘مزاج د بدلون’ په ګډون د دې ناروغۍ نښې نښانې، تر ډیره بریده د د رواني درملنې او درملو په مرسته کنټرول کیدای شي.

د دوه قطبي اختلال ډولونه

دوه قطبي اختلال بیلابیل ډولونه لري، چې د هر یو نښې نښانې، په ځانګړې توګه د مزاج او چلند بدلونونه د ناروغ په ژوند کې د ډیرو ستونزو او ناخوالو سبب ګرځي.

دوه قطبي اختلال لومړی ډول، د دې ناروغۍ یوه بڼه ده په کوم کې چې ناروغ لږ تر لږه د یوې اونۍ لپاره خوشحاله مزاج لري او بیا ښايي سخت خپګان تجربه کړي.

نور ولولئ:  خپګان او په ځوانانو کې د زړه د ستونزو د زیاتوالی

په دویم ډول دوه قطبي اختلال کې ، ناروغ لومړي د سخت خپګان او ورپسې د معتدل مزاج بدلون له پړاو څخه تیریږي، خو هیڅکله د مزاج د سخت بدلون پړاو، نه تجربه کوي.

همداشان د دې ناروغۍ ځينې نور ډولونه هم شته، چې د لومړي او دويمې ډول په پرتله سختې نه دي، خو په يوه يې بدلېداى شي.

ایا ددې ناروغۍ لاملونه معلوم شوي دي؟

ددې ناروغۍ لاملونه تر اوسه د دې ناروغۍ اصلي لامل نه دی په ډاګه شوی، خو وراثت او د دوه قطبي اختلال کورنۍ تاریخچه د دې ناروغۍ اصلي لامل ګڼل کېږي. د ټکان ورکوونکو پیښو تجربه کول، د درملو او الکولو ناوړه استعمال هم د دې ناروغۍ د رامنځته کېدو لامل کېدای شي. همداراز د ماغزو جوړښت او فعالیت کې توپیر هم د دې ناروغۍ په رامنځته کیدو کې ونډه لوبولی شي.د دې ناروغۍ نښې نښانې بیلابیل دي او په دې پورې اړه لري چې ناروغ، د دوه قطبیت ناروغۍ ‘د شدید خپګان یا خوشاله مزاج’ له کوم پړاو څخه تیریږي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button