د نړی تر ټولو ټيټ قد سړی د سلمان خان فلیم کې واخیستل شو
د نړۍ تر ټولو کوچنی سندرغاړی
د نړۍ تر ټولو کوچنی قد لرونکی سندرغاړی د بالیووډ فلمونو د مشهور اداکار سلمان خان په راروان فلم (بهايي جان) کې واخیستل شو چې له هغه سره به یو ځای کار وکړي
سلمان خان په دې وروستیو کې هغه په خپل راتلونکي فلم کې کاسټ کړ
د الخلیج ټایمز د راپور په وېنا، عبدو روزق چې په اصل کې تاجک دی خو په دوبۍ کې ژوند کوي، د هنري نړۍ یو مشهور او نومیالی نوم دی. د هغه قد یوازې درې فوټه دی او تازه سلمان خان هغه په خپل راتلونکي فلم (کبهي عید کبهي دیوالي) کې اخیستی دی، چې د دغه فلم نوم اوس بدل شوی او (بهايي جان) نوم ورته ورکړل شوی دی چې راتلونکي کال کې به نندارې ته وړاندې کېږي
ور یی ولوله | یونیسف : تېر یو کال کې ۱.۵ ملیونه افغانان ایران ته کډوال شوي
ور یی ولوله | د کندهارغونډه پای ته ورسېده دويي پرکړه لیک کې ویلي اسلامي امارت دې د مشروع نظام په توګه وپېژندل شي
عبدو روزق ۱۷ کاله عمر لري او هغه به د سلمان خان د دغه فلم د ثبت لپاره د هند ممبۍ ښار ته لاړ شي. د سلمان خان د دغه نوي فلم ثبت په ممبۍ کې پیل شوی دی. د یادولو وړ ده، چې عبدو روزق تېر کال د متحده عربي اماراتو طلايي ویزه هم ترلاسه کړې ده، هغه به مخکې په بازارونو او سرکونو باندې سندرې ویلې او خپله ګزاره به یې کوله، خو نوموړی اوس ډېر مشهور شوی دی.
هغه په انسټاګرام او ټیک ټاک اکاونټونو کې هم په سلګونو زره مینه وال لري او نوموړي په دې وروستیو کې له مشهور سندرغاړي اې ار رحمان سره هم کار کړی دی.ویل کیږي چې نوموړی د ښه سندرغاړي تر څنګ د ښه اخلاقو خاوند هم دی هر وخت هڅه کوي چې عامو وګړو سره ښه چلند وکړي