Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

روغتیا

د نړۍ غوره پوهنتونونه چې په کې زده‌کړه د هر کس هيله ده

د هر چا لپاره د پوهنتون زده‌کړه د ارزښت وړ ده او که تمه دا وي چې له هېواده بهر زده‌کړې وشي، نو هر څوک دا خوښوي چې د نړۍ په تر ټولو ښه پوهنتون کې زده کړې وکړي

د ګڼو پوهنتونونو ترمنځ د يو مناسب پوهنتون ټاکل هم څه اسانه خبره نه ده او په دې برخه کې بايد د پوهنتون ټول شرايط لکه: لګښت، د منلو کړنلارې، د محصلۍ ژوند، د اوسېدو ځای او نور موارد په پام کې ونيول شي. دلته به تاسې ته د نړۍ هغه غوره پوهنتونونه چې په هغو کې زده‌کړه د هر يوه هيله ده، در وپېژندل شي.

د نړۍ د غوره پوهنتونونو د ارزونې او پرتلې لپاره بېلابېلې ډلبندۍ موجودې دي چې په دغو ډلبنديو کې ځيني پوهنتونونه د پوهنځيو، ځيني د غوره محصلينو، ځيني د غوره ښوونيزو ميتودونو او همداسې نورو اړخونو له مخې ارزول کېږي.

۱- هاروارډ پوهنتون (Harvard University):

دغه خصوصي پوهنتون په کال ۱۶۳۶ کې په کمبريج کې رامنځته شو او دمګړی د نړۍ له غوره پوهنتونونو څخه شمېرل کېږي. د دغه پوهنتون له محصلينو او استادانو له ډلې ۴۹ يې د نوبل جايزه، ۳۲ تنو يې د هېواد په کچه مقامونه او ۴۸ تنه يې د پوليټزر ګټونکي شوي دي.

هاروارډ پوهنتون د غوره طب، حقوق، کسب او کار پوهنځيو او همداراز ترټولو لوی کتابتون په درلودو سره هم مشهور دی. کوئينسي اډامز(د امريکا شپږم ولسمشر)، ټئوډور روزولټ، هلن کلر، جان اف کنډي، بېل ګېټس، باراک اوباما او ميشل اوباما په دغه پوهنتون کې زده کړې کړي دي.

۲- په برکلي کې د کليفورنيا پوهنتون  (University of California at Berkeley):

دغه دولتي پوهنتون چې د غوره خصوصي پوهنتونونو په څېر غوره زده‌کړيالان جذبوي، په کال ۱۸۶۸ کې يې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

نوموړی پوهنتون د کليفورنيا ښوونيز سيستم په لومړي کتار کې ځای لري. له دغه پوهنتونه تر دې دمه ۳۰ تنو د نوبل جايزې ګټلې دي چې له دې ډلې ۷ تنه يې همدا اوس د پوهنتون غړيتوب لري. سټيو وازنياک، ګرګوري پک او جنټ يلن د دې پوهنتون له مطرحو زده کړيالانو څخه پاتې شوي.

۳- شيکاګو پوهنتون  (University of Chicago):

دغه پوهنتون هم د نړۍ يو له معتبرو پوهنتونو څخه شمېرل کېږي. د ډي ان اې د جوړښت کاشف جيمز ډي واټسن، ستوری پېژندونکی کارل سيګن، د ټلسکوپی خدمتونو وړاندې کوونکی اډوپن هابل او نوموتی اقتصاد پوه مياټون فريډمن د دې پوهنتون زده کړيالان وو.

۴الازهر پوهنتون (Al-Azhar University):

دغه ستر پوهنتون د ۹۷۰ نه تر۹۷۲م کلونو پورې د مصر هېواد په قاهرې کې جوړ شو. نوموړی پوهنتون په نړۍ کې د عربي او اهل سنت اسلامي علومو اصلي مرکز دی. دغه پوهنتون اوسمهال تقريبا په ټولو څانګو کې د دوکتورا تر کچې پورې محصلين روزي.

۵- ميشيګان پوهنتون (University of Michigan):

دغه څېړنيز عمومي پوهنتون د ميشيګان ايالت ترټولو پخوانی پوهنتون دی چې په ۱۸۱۷ کال کې يې د بنسټ ډبره کېښودل شوه. نوموړی پوهنتون د انساني علومو، ټولن پېژندنې، انجينيرۍ، طب، رياضي او حقوقو برخو کې بېلابېلې او ډول ډول ښوونيزې پروسې لري چې د دوکتورا تر کچې په کې فارغان ټولنې ته وړاندې کوي.

۶- کلمبيا پوهنتون (Columbia University):

دغه خصوصي پوهنتون د نيويارک په منهاټن کې په کال ۱۷۵۴ کې رامنځته شو. له نوموړي پوهنتونه معتبره کسان لکه، د امريکا د بنسټ ايښودونکي پلار؛ فارغ شوي دي. د دغه پوهنتون د فارغانو له ډلې ۱۲۵ يې د پوليټرز ګټونکي، ۲۹ يې د اوسکار ګټونکي او ۳ تنه يې ولسمشران پاتې شوي دي.

۷- ييل پوهنتون  (Yale University):

ييل پوهنتون په کال ۱۷۰۱ کې رامنځته شو. دغه پوهنتون د حقوقو پوهنځي او څيړنيز مرکز په لرلو سره خورا مشهور دی. بېل، هيلري کلنټون، ټام ولف، اليور سټون، پاورل نيومن او مريل سټريپ د دې پوهنتون زده کړیالان پاتې شوې دي.

۸- پرينسټون پوهنتون  (Princeton University):

دغه پوهنتون د حقوقو، طب او کسب او کار پوهنځي نه لري، خو د څيړنيزو نظريو د مخزن په توګه پېژندل کېږي. دا پوهنتون د ليسانس په کچه په انساني علومو، ټولن پېژندنې، تجربي علومو او انجينيرۍ په برخو کې زده کړيالان روزي.

۹- د انګلستان کمبريج پوهنتون (University of Cambridge):

د انګلستان کمبریج پوهنتون چې مخينه يې ۱۲۰۹ کال ته رسېږي، د نړۍ اووم لرغونی او يو له غوره پوهنتونونو څخه دی. د هغو رياضي پوهانو او نومتو کسانو نوملړ چې له دې پوهنتونه فارغ شوي، اوږد دی. د بېلګې په ډول: ايزاک نيوتن، چارلز ډاروين، فرانسیس بېکن، جان مېلټون، لرډ بايرون، رابرټ اوپنهايمر او سټيو هاوکينګ هغه کسان دي چې له دې پوهنتونه فارغ شوي دي.

۱۰- سټنفورډ پوهنتون (Stanford University):

دغه پوهنتون د حقوقو، طب، د کسب او کار او ښوونيزو علومو څانګو باندې تمرکز لري.

د نوموړي پوهنتون تر چتر لاندې يو شمېر موسسې هم فعاليت لري، لکه: د (Hoover) د جګړې څېړنيزه موسسه، د مارتين لوترکېنګ د ښوونې او څېړنې موسسه، د انقلاب او سولې موسسه.

۱۱- اکسفورډ پوهنتون (Oxford University):

دغه ۹۰۰ کلن پوهنتون، د نړۍ ترټولو پخوانی موزيم او د انګلستان د پوهنتونونو په کچه ترټولو لوی کتابتون لري او همداراز د انګلستاني پوهنتونو ترټولو پخوانۍ نشريې يې خپرې کړې دي.

۱۲- ټورنټو پوهنتون (University of Toronto):

دغه پوهنتون د کاناډا ترټولو غوره پوهنتون دی چې څه باندې ۸۰ زره زده کړيالان، ۲۰ زره کارکوونکي او د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ۵۳۰ زره فارغين لري. ټورنټو پوهنتون يوه پراخه ښوونيزه موسسه ده چې د ليسانس په کچه څه د پاسه ۷۰۰ ښوونیزې برنامې او د ماسټرۍ په کچه ۲۰۰ ښوونيز پروګرامونه لري چې له انجينيرۍ او طب څخه نيولې تر موسيقۍ او مدني مطالعاتو پورې برخې پکې شاملې دي.

۱۳- نيويارک پوهنتون (New York University):

د دې پوهنتون ترټولو لوی پوهنځی چې په ګرينويچ ويلج کې موقعيت لري، د علم او هنر پوهنځی دی. په دغه پوهنځي کې د فيلم او ټلويزيون، نڅا او نندارې څانګې شاملې دي چې د کارپوه او ارشد کارپوهۍ په کچو فارغان وړاندې کوي. همداراز د دې پوهنتون د کسب او کار، حقوق او طب پوهنځي هم د کيفيت له اړخه په لوړه درجه کې ځای لري.

۱۴- جان هاپکينز پوهنتون  (Johns Hopkins University):

دغه پوهنتون د طب په برخه کې ډېر مخکې او مشهور دی. د بيولوژۍ، انيجينرۍ، نړيوالو اړيکو او ليکوالۍ په برخه کې د پام وړ پروګرامونه هغه څه دي چې دې پوهنتون ته يې د ټولو پاملرنه را اړولې ده.

۱۵- پنسيلوانيا پوهنتون (University of Pennsylvania):

دغه خصوصي پوهنتون په کال ۱۷۴۰ کې د بنجامين فرانکلين له لوري رامنځته شو. دوه ولسمشران، ۲۵ ميلياردران او ۳۵ د نوبل جايزې ګټونکي د دې پوهنتون محصلين پاتې شوې دي.

۱۶- سوربن پاريس پوهنتون  (Sorbonne):

په دغه لويې ښوونيزې فرانسوي موسسه کې د ادبياتو، ژبې، د تمدن د مطالعې، هنر او انساني علومو په برخو کې د زده کړې زمينه برابره ده. سوربن پوهنتون چې په خپل همغه لومړني پخواني ځای کې موقعيت لري، د وخت په تېرېدو سره د پاريس نورو برخو ته پراخ شوی دی. سوربن يو وخت د نړۍ له ۵ غوره پوهنتونونو څخه شمېرل کېده.

۱۷- د بيت المقدس عبري پوهنتون  (Hebrew University of Jerusalem):

دغه پوهنتون د نړۍ یو له لومړنيو پوهنتونونو څخه دی چې د طب، رياضي، کسب او کار او اقتصاد په برخو کې معتبرې ښوونيزې برنامې لري. نوموړي پوهنتون همداراز د انجينيرۍ او ځمک پېژندنې په برخو کې د فعالو او مخکښو پوهنځيو لرونکی دی.

۱۸- برېټيش کلمبيا پوهنتون  (University of British Columbia):

دغه معتبر پوهنتون د کاناډا په ونکوور ښار کې موقعيت لري او د نړۍ له غوره پوهنتونونو څخه دی چې تر دې دمه يې ۷ د نوبل جايزې، ۶۵ د المپيک مډالونه او د روډز ۷۹ بورسيې ګټلې او ترلاسه کړې دي. برېټيش کلمبيا د غوره ښوونيز سيستم په لرلو سره د طب، ټولنيزو علومو، کرنې، کسب او کار او اقتصاد په برخو کې زده کړيالان روزي.

نور ولولئ: د کابل تر ټولو پیاوړی پوهنتون

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button