د نړۍ ډېر سرمايه لرونکي کسان څوک دي؟
په نړۍ کې د آزاد بازار مالي سيستم له رواج کېدو وروسته ځينې کسان د ډېرې زياتې سرمايې خاوندان شول آن تر دې چې د يوه کس سرمايه د څو هېوادونو له سرمايې زياته شوه. تاسې په دغه ليکنه کې د نړۍ لس پيسه داران پيژندلی شئ
۱- برنارد آرنولټ:
فرانسوي برنارد آرنولټ اوس مهال د نړۍ تر ټولو ډېر سرمايه لرونکي دی. آرنولټ ۷۴ کلن دی او د LVMH شرکت بنسټ ایښودونکی او رييس دی. نوموړی اوس وخت ۱۸۸ ميليارده امريکايي ډالره سرمايه لري چې په ټوله نړۍ کې د ډېرې سرمايه لرونکو خلکو په سر کې ځای لري.
نور ولولئ: ایلان ماسک یو ځل بیا د نړۍ ترټولو شتمن کس شو
۲- اېلون ماسک:
امريکايي اېلون ماسک د ۱۸۰ ميليارده ډالرو په لرلو سره د نړۍ دويم زيات سرمایه لرونکی دی. ۵۱ کلن اېلون ماسک د SpaceX او ټسلا بنسټ ايښودونکی او رييس دی او همدارنګه د ټويټر ټولنيزې رسنۍ اوسنی مالک هم دی.
۳- جېف بيزوس:
د امازون لوی شرکت بنسټ ایښودونکی او رييس جېف بيزوس د نړۍ دريم ډېر سرمايه لرونکی دی. امريکايي جېف بيزوس اوس مهال ۱۲۴ ميليارده امريکايي ډالره سرمايه لري. جېف بيزوس ۵۹ کاله عمر لري.
۴– بېل ګېټس:
بېل ګېټس هم امريکايی دی چې د نړۍ څلورم ډېر سرمايه لرونکی دی. بېل ګېټس اوس وخت ۱۱۵ ميليارده ډالره سرمايه لري. نوموړی د مايکروسافټ کمپنۍ مشر او جوړونکی دی چې اوس ۶۷ کاله عمر لري.
۵- وارن بوفيټ:
وارن بوفيټ د نړۍ پنځم او د امريکا متحده ايالاتو ۴ زيات سرمایه لرونکی دی. وارن بوفيټ ۱۰۶ ميليارده امريکايي ډالره سرمايه لري. نوموړی ۹۲ کلن دی او د بيرکشير هيټوې کمپنۍ بنسټ ايښودونکی او رييس دی.
۶- لاري الېسون:
لاري الېسون د ۱۰۱ ميليارده امريکايي ډالرو په لرلو د نړۍ شپږم ډېر سرمايه لرونکی دی. لاري الېسون د امريکا کمپيوټري ټيکنالوژۍ بنسټ ايښودونکی او رييس دی. امريکايي لاري الېسون د ۷۸ کلونو دی.
۷- سټېوو بالمر:
امريکايي سټېوو بالمر د نړۍ اووم ډېر سرمايه لرونکی دی. نوموړی اوس مهال ۹۷ ميليارده امريکايي ډالره سرمايه لري. د امريکا د لاسانجلېس اوسيدونکی سټېوو بالمر د مايکروسافټ کمپنۍ اجرايه رييس تېر شوی دی. نوموړی ۶۷ کاله عمر لري.
۸- لاري پېج:
لاري پېج هم امريکايی دی چې د ۹۶ ميليارده امريکايي ډالرو په لرلو سره د نړۍ اتم زيات سرمایه لرونکی دی. نوموړی د ګوګل مشر دی چې ۵۰ کاله عمر لري.
۹- سېرجي برين:
سرجي برين د نړۍ نهم سرمايه لرونکی دی چې ۹۲ ميليارده امريکايي ډالره سرمايه لري.
۱۰- کارلوس سلیم:
کارلوس سلیم هندی دی او ۸۴ ميليارده امريکايي ډالره سرمايه لري.