ځاییژوند او ټولنه

د هرات خونړۍ زلزله؛ طالبان زلزله‌ځپلیو ته پاخه کورونه جوړوي

د طالبانو اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر وايي، د هرات زلزله ځپلو ته به اساسي کورونه جوړ کړي

عبدالغني برادر چې هرات کې له زلزله‌ځپلیو سیمو څخه لیدنې لپاره دغه ولایت ته تللی، یوې غونډې ته وویل چې د زلزلې له امله شاوخوا ۱۵۰۰ کورونه نړېدلې چې سرپرست حکومت به یې په اساسي توګه بېرته ورغوي.

نور ولولئ: بېلابېلو ولایتونو کې ولسي خلک د هرات د زلزلې قربانیانو ته مرستې راټولوي

د نوموړي په وینا، زلزله‌‌ځپلیو سیمو کې د مرستو رسونې لړۍ روانه ده او زیاته یې کړه چې اړوند ادارې او وزاراتونه خلکو ته د بېړنیو مرستو پر رسونې لګیا دي.

طالبان وايي، ټول امکانات یې په کار اچولي

ملا برادر وویل: «کوم خلک چې متضرره شوي دي، د ژغورنې لپاره یې ټوله شپه امکانات په کار اچولي دي او ټول اړوند وزارتونه او ادارې پر دې لګیا دي چې دوی ته عاجلې مرستې ورسوي او موږ ولیدل رسولي یې هم ول. د سرپناه ځایونه ورته جوړ کړي، دا خو موقتي و، لکه خېمه، بل دا ترپل دا شیان وو، انشالله د افغانستان اسلامي امارت دې ته ژمن دی چې دغو خراب شویو کورونو ته چې تقریبا ۱۵۰۰ کورونه خراب شوي، د دې د پاخه جوړو موږ تاسو ته اطمنان درکوو چې دا به جوړېږي»

نور ولولئ: د زلزلې پر مهال د ځان خوندي کولو لارې چارې

په ورته مهال پرون دوشنبه د تلې ۱۷مه کابل کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند محمدعبدالله جان یوې خبري ناستې ته وویل چې د هرات په زلزله کې شاوخوا ۲۰۰۰ د هستوګنې کورونه ویجاړ شوې دي.

نوموړي زیاته کړه چې د زلزلې له کبله څه باندې ۴۰۰۰ کسان مړه او ټپیان شوې دي.

په دې اړه د نړیوالو ادارو ارقام

بل‌خوا د ملګروملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا دغه زلزله کې د ۱۰۲۳ کسانو مړینه او د څه باندې ۱۶۶۳ کسان ټپي‌کېدل تایید کړي دي.

اوچا تېره شپه ناوخته «تلې ۱۶مه» پر اېکس ټولنیزه شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې دې زلزله ۱۱۵۸۵ کسان اغېزمن شوي او ترڅنګ یې ۵۱۶ کسان لادرکه دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د هرات زلزله‌ځپلیو سیمو کې د ۳۵ بېلابېلو ټیمونو له‌خوا د ژغورنې او لټون عملیات لاهم روان دي. په دې عملیاتو کې د سیمو خلکو سربېره څه باندې ۱۰۰۰ د ژغورنې کارکوونکي ونډه لري.

زلزله‌ځپلیو ته د مرستو رسونې په لړ کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي چې سیمه کې زلزله‌ځپلیو ته د سرپناه لنډمهالي کمپونه جوړ کړي دي. یادې ټولنې زیاته کړې چې شاوخوا ۳۰۰۰۰ کسانو ته یې تر دې مهاله خوراکي او نورې اړینې مرستې رسولې دي.

د یادونې وړ ده چې زلزله ځپلي لا هم مرستو ته اړتیا لري.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button