افغان کډوالسیمه‌ییز

د هرات زلزله‌ځپلو سره د مرستې لپاره څه باندې ۳۷ میلیونه ډالر تر لاسه شوي

راپورونه وايي چې ملګرو ملتونو د هرات زلزله‌ځپلو سره د مرستې لپاره څه باندې ۳۷ میلیونه ډالر پیدا کړي دي

د روان کال د تلې په ۱۵مه هرات ولایت کې یوې زورورې زلزلې ګڼو کورونیو د سر او مال زیانونه واړول او ګڼې سیمې یې وځپلې چې ددې زلزله‌ځپلو سره لا هم په کافي اندازه مرستې نه دي شوي ځکه ملګري ملتونو راپور ورکړی و چې د کافي مرستو لپاره بودجه نه لري، خو اوس یې اعلان وکړ چې بودجه یې تر لاسه کړې ده.

نور ولولئ: د هرات زلزله؛ زیانمن خلک وايي، هوا سړه ده خو سرپناه نه لرو

په هرات ولایت کې له خونړۍ زلزلې او د هغې له ټکانونو وروسته ملګرو ملتونو په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د هرات له زلزله ځپلو سره یې د مرستې له پاره تر اوسه پورې ۳۷،۵ میلیون ډالر ترلاسه کړي دي.

د افغانستان لپاره د بشري چارو اداره

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۸ مه) په خپل راپور کې زیاته کړې ده چې، د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې له پاره ۱۷۳ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري چې له دې شمیر څخه یې یوازې ۳۷،۵ میلیون ډالر ترلاسه کړي دي.

نور ولولئ: د هرات زلزله‌ځپلو سره د امریکا ۱۲ میلیونه ډالر بشري مرسته

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، تر اوسه پورې په هرات ولايت کې د تلې ۱۵مې نیټې د زلزلې له امله له ۲۴۲ زره او ۴۰۰ کسانو سره مرسته شوې ده.

اوچا دغه راز په هرات کې د ټولو زيانمنو شويو سره د ستونزو د هواري له پاره د زياتو مرستو په ترلاسه کېدو ټینګار کوي او له اړوندو مرستندویه بنسټونو د بیړنیو مرستو غوښتنه کوي.

یادې زلزلې خلکو ته ډېر زیان اړولی

په هرات کې د تلې ۱۵مې نېټې زلزلې او وروسته له هغې ټکانونو د دغه ولايت اوسېدونکو ته ډېر ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.

له ویجاړونکې زلزلې وروسته د ژمي سړې هوا د زیانمنو کورنیو ستونزې څو برابره زیاتې کړې دي چې ډیری مرستندویه او نړیوالې ادارې په افغانستان کې د انساني ناورین رامنځته کېدو اندېښمن کړي دي.

د هرات ولایت یو شمیر اوسیدونکي، طالبان د مرستو په ناسم وېش او په هغو کې په درغلیو تورنوي او وایي چې دا ډله په خپله خوښه پر خلکو مرستې ویشي.

پر دې سربېره طالبانو د کمزوریو مدیریت له امله ونه شو کړی چې تر خاورو لاندې ښځې او ماشومان زر له خاورو بهر کړي او همدا لامل شو چې د زلزلې په قربانیانو کې د مړو شمېر زیات شي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button