سیمه

د هند او طالبانو اړیکې؛ په لومړي ځل طالب چارواکی هند ته تللی

کله چې طالبانو هند ته ډیپلوماټان ورپېژندل، نو د لومړي ځل لپاره طالب پلاوی هند ته تللی دی

طالبانو هند ته د قونسلي چارو د پر مخ وړلو لپاره څو ډیپلوماټان ور وپېژندل او دا لومړی ځل دی چې طالب پلاوی هم دغه هېواد ته سفر کوي.

هند ته د طالب ډېپلوماټانو له ورپېژندلو وروسته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د یادې ډلې تر واک لاندې د اترا ادارې د رییس په مشرۍ یو پلاوی هند ته تللی دی.

هند ته د اترا ادارې د مشر سفر

طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د چهارشنبې په ورځ د (لړم ۲۲مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د دغې ډلې د اترا ادارې د عمومي رییس سید برات شاه په مشرۍ یو پلاوی هند ته په سفر تللی.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې، چې د یادې ډلې د اترا ادارې رییس او پلاوي د سوېلي اسیا د مقرراتو د ادارو په غونډه کې د ګډون په موخه هند ته رسېدلی دی.

دغه غونډه تېره ورځ په نوې ډیلي کې د هند په کوربه‌توب ترسره شوه.

نور ولولئ: طالبان ډونالډ ټرمپ ته؛ د افغانستان بانګ د ۹ میلیارده کانګل شتمني راته ازاد کړئ

نور ولولئ: د هند بهرنیو چارو وزارت: کابل ته تللی پلاوی پر اقتصادي اړیکو غږېدلی

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دا لومړی ځل دی، چې یو لوړپوړی طالب چارواکی هند ته سفر کوي.

یوه اونۍ وړاندې د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جي پي سېنګ د یوه پلاوي په مشری د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد او د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره په جلا، جلا لیدنو کې د طالبانو او هند ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر زیاتولو خبرې کړې وې.

هند ته د نویو ډیپوماټانو ورپېژندل

د دغه هندي چارواکي او لوړپوړو طالب چارواکو تر لیدو کاتو څو ورځې وروسته د طالبانو له لوري هند ته د نويو طالب ډېپلوماټانو د معرفي کېدو خبرونه هم رسنیز شول.

د سنډې ګارډین په یوه راپور کې چې د یکشنبې په ورځ خپور شو، ویل شوي و چې نوی ډیلی په پام کې لري له طالبانو سره د ډېپلوماتیکو اړیکو د پراخولو په برخه کې د یوه مهم ګام په توګه په هند کې د دغې ډلې استازی ومني.

د سنډې ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، طالبانو اکرام الدین کامل ته په ممبیي کې د افغانستان په کونسلګرۍ کې د دویم سکرتر دنده په پام کې نیولې ده.

هندي رسنیو راپور ورکړی، چې په دغه غونډه کې د سوېلي اسیا د مخابراتو د تنظیم کوونکو غړو هېوادونو لکه افغانستان، بنکله دېش، بوتان، هند، ایران، مالدیف، نیپال، پاکستان او سریلانکا استازو ګډون کړی و.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button