د هندوستان غوره ليګ (IPL) سياليو په لړ کې تېره شپه لکناو لوبډلې راجستان لوبډلې ته ماتې ورکړه
د هندوستان غوره ليګ (IPL) سياليو په ۲۶ مه لوبه کې لکناو سوپر جاينټ لوبډلې راجستان رويلس لوبډلې ته د ۱۰ منډو په توپير ماتې ورکړه
د نوموړې لوبې پچه د راجستان رويلس لوبډلې لوبډلمشر سنجو سمسون وګټله او لومړی يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
د لکناو سوپر جاينټ لوبډلې لوبغاړي لومړی د توپ وهنې لپاره ميدان ته راښکته شول، د دوی له لوري کايل مايرس، لوبډلمشر کېل راهول او نیکولاس پوران ښه توپ وهنه وکړه. کايل مايرس په ۴۲ توپونو ۵۱ منډې، لوبډلمشر کېل راهول په ۳۲ توپونو ۳۹ منډې او نيکولاس پوران په ۲۰ توپونو ۲۹ منډې جوړې کړې.
نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ (IPL) سياليو په دوام مومبيي لوبډلې حيدراباد لوبډلې ته ماتې ورکړه
د لکناو سوپر جاينټ لوبډلې د په پوره شل اورونو کې ۶ لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۵۴ منډې يې ترلاسه کړې چې سيالې لوبډلې ته يې د ۱۵۵ منډو هدف وټاکه.
د راجستان رويلس لوبډلې له لوري په توپ اچونه کې رېويچنډرن اشوين، ټرېنډ بولټ او سنډيپ شرما ښه توپ اچونه وکړه. رېوېچنډرن اشوين په ۴ اورونو کې ۲۳ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي يې وسوزول، ټرېنډ بولټ په ۴ اورونو کې ۱۶ منډې ورکړې او يوه ويکټ يې ترلاسه کړه او سنډيپ شرما بيا په ۴ اورونو کې ۳۲ منډې ورکړې او ده هم يو لوبغاړی له ډګره بهر کړ.
د راجستان رويلس لوبډله د هدف پوره کولو لپاره ميدان ته راښکته شوه
د راجستان رويلس لوبډلې له لوري په توپ وهنه کې يشاسوي جيسوال، جوس بټلر او ډيوډټ پاډيکال ښه توپ وهنه وکړه. يشاسوي جيسوال په ۳۵ توپونو ۴۴ منډې وکړې، جوس بټلر په ۴۱ توپونو ۴۰ منډې او ډيوډټ پاډيکال په ۲۱ توپونو ۲۶ منډې جوړې کړې. د راجستان رويلس لوبډلې د پوره شل اورونو لوبولو وروسته ۱۴۴ منډې جوړې کړې، ۶ لوبغاړي يې وسوزيدل او لوبه يې د ۱۰ منډو په توپير وبايلله.
نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ (IPL) سياليو په لړ کې تېره شپه چينای لوبډلې بنګلور لوبډلې ته ماتې ورکړه
د لکناو سوپر جاينټ لوبډلې له لوري په توپ اچونه کې اويش خان، مارکوس سټونېس او اميټ ميشرا ښه توپ اچونه وکړه. اويش خان په ۴ اورونو کې ۲۵ منډې څاو ۳ لوبغاړي يې وسوزول، مارکوس سټونېس په ۴ اورونو کې ۲۸ منډې ورکړې او ۲ ویکټې يې ترلاسه کړې او اميټ ميشرا په ۲ اورونو کې ۱۵ منډې ورکړې او کومه ویکټه يې ترلاسه نه کړه.
د نن لوبې له حاله هم خبر شئ
په آی پي اېل سياليو کې نن يوه لوبه ترسره کيږي چې ډهلي کپيټلس لوبډله له کلکتې نايټ رايډرز لوبډلې سره مخامخ کيږي.