د هندوستان غوره ليګ IPL سيالۍ
د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې تېره ورځ دوه لوبې ترسره شوې چې لومړۍ لوبه پنجاب او دویمه مومیيي وګټله
د آی پي اېل سياليو په لړ کې تېره ورځ دوه لوبې ترسره شوې چې په لومړۍ لوبه کې پنجاب کينګز لوبډلې چينای سوپر کينګ لوبډلې ته ماتې ورکړه. په دويمه لوبه کې مومبيي اينډينس لوبډلې راجستان رويلس لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د آی پي اېل سياليو د ۴۱مې لوبې پچه د چينای لوبډلې لوبډلمشر اماس ډوني وګټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه. چينای لوبډلې د شل اورونو په لوبولو سره ۲۰۰ منډې جوړې کړې، ۴ لوبغاړي يې له لاسه ورکړل او د ۲۰۱ منډو هدف يې خپلې سیالې لوبډلې ته وټاکه. د چينای په لوبډله کې ډېون کانوې ۹۲ ناسوزيدلې، ريټورج ګیکواډ ۳۷ منډې او شيوان ډوب ۲۸ منډې وکړې چې تر نورو ښه وځليدل.
نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې تېره ورځ يوه لوبه ترسره شوه
د پنجاب کينګز لوبډلې ورکړل شوی هدف د لوبې په وروستي توپ پوره کړ. د پنجاب له لوري پربسيرمن سينګ ۴۲ منډې، ليم ليونګسټون ۴۰ منډې او سم کرون ۲۹ منډې وکړې.
د تېرې ورځې د لومړۍ لوبې غوره لوبغاړی ډېون کانوې وټاکل شو.
د آی پي اېل سياليو د ۴۲ مې لوبې چې راجستان رويلس لوبډله له مومبيي اينډينس لوبډلې سره مخامخ وه
د نوموړې لوبې پچه د راجستان رويلس لوبډلې لوبډلمشر سنجو سمسون وګټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
د راجستان رويلس لوبډلې په شلو اورونو کې د ۷ لوبغاړو په زيان سره ۲۱۲ منډې جوړې کړې او سيالې لوبډلې ته يې د ۲۱۳ منډو هدف وټاکه. د راجستان رويلس لوبډلې له لوري يشاسوي جيسوال ۱۲۴ ډېرې منډې وکړې چې تر نورو ښه وځليد.
نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې تېره ورځ يوه لوبه ترسره شوه
د مومبيي اينډينس لوبډلې د راجستان لوبډلې ورکړل شوی هدف د لوبې په وروستي اور کې د سوريا کومار يادو په ۵۵ او ټيم ډيوډ د ۴۵ تېزو منډو پر مټ پوره کړ.
د پرون ورځې د دويمې لوبې غوره لوبغاړی يشسوي جېسوال وټاکل شو.
د نن لوبې له حاله هم خبر شئ
د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې نن يوه لوبه ترسره کيږي چې لکناو سوپر جاينټ لوبډله له رويل جلنجرز بنګلور لوبډلې سره لوبه کوي. دغه لوبه د نریندرا مودي په نړیوال سټيډیوم کې د افغانستان په وخت په ۶ نیمو بجو ترسره کيږي.