د ورلډ کپ فاینل لپاره د ای سي سي نوی اصول
د کرکټ نړیوالې شورا د ټورنمنټ تخنيکي کميټي د انګلستان او پاکستان ترمنځ د شل اوریز نړیوال جام د پایلوبې لپاره ځینې مقررات او اصول بدل کړي دي۔
د انګلستان او پاکستان ترمنځ د شل اوریز نړیوال جام
د انګلستان او پاکستان ترمنځ د شل اوریز نړیوال جام پایلوبه به د یکشنبې په ورځ په میلبورن کرکټ لوبغالي کې ترسره کیږي، خو د هوا پېژندنې ادارې د یکشنبې او دوشنبې ورځ د سخت باران اټکل ورکړی دی.د ټورنمنټ تخنیکي کمیټې د شل نړیوال جام د پایلوبې د پایلې معلومولو لپاره د لوبې شرایط بدل کړل او اضافي وخت یې له دوه ساعتونو څخه څلور ساعتونو ته وغځاوه.
نور یی ولوله | د هیواد اوسیدونکي د دوی د تبادلې تادیاتو ماشینونو غیر فعال کیدو څخه شکایت کوي
نور یی ولوله | ستانکزی: زده کړې او د ماشومانو روغتیا د اسلامي امارت په لومړیتوبونو کې دي
آی سي سي
آی سي سي وايي چې د یکشنبې په ورځ به د لوبې د بشپړولو لپاره هر ډول هڅې کوي، خو د باران په صورت کې به لوبه د دوشنبې په ورځ ماسپښین درې بجې پیل شي.او ښايي دا لوبه د دط څخه هم
ناوهته شۍ..
د تخنیکي کمیټې د معلوماتو له مخې، د هر ټورنمنټ په ناک آوټ پړاو سیالیو کې د هرې لوبډلې لپاره لږ تر لږه ۱۰-۱۰ اورونه کول اړین دي، خو دا اورونه پرېکړه به د یکشنبې په ورځ یعنې د لوبې په ورځ وشي.