د ولسمشر غني په مشرۍ ارشد امنیتي غونډه ترسره شوه

د ولسمشر غني په مشرۍ ارشد امنیتي غونډه ترسره شوه. ولسمشر محمد اشرف غني خوست ولایت ته د سفر پر مهال نن له غرمې مخکې په ارشد امنیتي غونډه کې اړوندو مسوولینو ته د یاد ولایت د امنیتي وضعیت د لا ښه والي لپاره لازمې لارښوونې وکړې.
له غونډې وروسته جمهوررئیس په خوست کې له مېشتو کمپاین ځواکونو، ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت ځواکونو سره وکتل او د هغوی غوښتنې او وړاندیزونه یې واورېدل.حیات الله د کمپاین ځواکونو، محمد اجمل د ملي اردو، شېر داوود د ملي پولیسو او جاوید د ملي امنیت ځواکونو په استازیتوب خبرې وکړې او جمهوررئیس ته د ښه راغلاست ترڅنګ یې ډاډ ورکړ چې تر پخوا همغږي زیاته شوې، ولسونه د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړي دي

او نه یوازې په خوست، بلکې د هیواد په هره څنډه کې د نظام د دفاع لپاره قربانۍ او مبارزې ته چمتوو یوو، د هوایي ځواک په ملاتړ زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونو د دښمن توطیې شنډې کړي او ژر به ټولې سیمې له دوی څخه تصفیه شي.ورپسې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح په خوست کې د مېشتو امنیتي او دفاعي ځواکونو د اتلولیو د ستاینې ترڅنګ وویل، د خوست ملکي هوایي ډګر پرانیستل او وروستي پرمختګونه ستاسو د قربانیو له امله دي او د دولت په توګه د ځمکنۍ بشپړتیا او عزت ساتنه د بهرنیانو نه، زموږ دنده او مسوولیت دی.
جمهوررئیس د هغوی د خبرو او وړاندیزونو تر اورېدو وروسته د دښمن د ماتولو، عالي روحیې او ظرفیت لرلو له امله د هیواد د امنیتي اودفاعي ځواکونو ستاینه وکړه وې ویل، د خوست جوړول پر موږ او ساتنه یې پر تاسو.د هیواد جمهوررئیس وویل: امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره د امکاناتو کمی نشته، د دې ځواک د تجهیز او تمویل لپاره نړیوالې ژمنې پخپل ځای دي او د هوایي ځواک د تجهیزاتو د ترمیم لپاره په متحده عربي اماراتو کې ځای جوړ شوی دی.
ولسمشر غني د خپلو خبرو په پای کې د خوست د والي او نورو مسوولینو د ښې همغږۍ د ستاینې ترڅنګ د یادو ولایت د خلکو مېړانه او اتلولي وستایله وې ویل، د خوست ولسونه په جرئت او مېړانه د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ ودرېدل او دښمن ته یې غاښ ماتونکی ځواب ورکړ