د ټرمپ د حکومت لخوا امریکا ته ۱۶۶۰ کډوالو د الوتنې لغوه کول
یوه امریکايي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د ټرمپ د حکم له مخې، امریکا ته د ۱۶۶۰ افغان کډوالو الوتنې چې په کې د امریکايي پوځي همکارانو د کورنیو غړي هم شامل دي، لغوه شوي دي.
په دې ډله کې هغه بې سرپرسته ماشومان هم شامل دي، چې په متحده ایالاتو کې د خپلو کورنیو سره یو ځای کېدو ته په تمه دي.
همدا ډول په دغه ډله کې هغه افغانان چې د متحده ایالاتو له پخواني حکومت سره د همکارۍ لپاره د طالبانو د غچ اخیستنې له ګواښ سره مخ دي هم شامل دي.
د رویټرز په وینا، سپینې ماڼۍ او د بهرنیو چارو وزارت چې د متحده ایالاتو د کډوالو د پروګرام څارنه کوي، تر اوسه د دغې موضوع په اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان د جګړې یو تجربه کار او د افغانانو د اېستلو د ملاتړ د یوې موسسې غړی شان ونډایور وویل: «افغانان او د هغوی ملاتړي په وېره کې دي. “نن دوی ما ته ډېر زنګونه ووهل او ما خپل ټلیفون څلور ځله چارج کړ.”
هغه د ټرمپ د انتقالي ټیم سره خپلو خبرو ته په اشارې سره زیاته کړه: “موږ دوی ته خبرداری ورکړ، چې دا کار به کېږي او دوی دا کار وکړ. موږ هیله لرو چې دوی بیا ځلې غور وکړي.”
که څه هم رویټرز د شان ونډایور په حواله د افغانانو د دغې ډلې د الوتنې د لغوه کېدو خبر ورکړی، خو ونډایور په خپل اېکس کې د دغه راپور په غبرګون کې لیکلي، چې تر اوسه الوتنې نه دي لغوه شوي.