افغانستان

د پاکستان ادعا ته د هند ځواب؛ روان کړکېچ کې د افغانستان د بې ځایه یادولو اړتیا نشته

اړوند خبرونه:

هند پر پاکستان د «سندور» عملیات پیل او ۹ سیمې یې په نښه کړي

کشمیر کې د تاوتریخوالي له امله، له هند سره د افغانستان سوداګري په ټپه ودرېده

اسلام اباد: “هند به په راتلونکو څو ساعتونو کې پر پاکستان برید وکړي”

د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د پاکستان د‌ پوځ هغه ادعا رد کړه، چې ګوندې توغندي یې پر افغانستان لګیدلي، او ویلي یې دي، اړتیا نشته چې افغانستان دې بې ځایه په روان کړکېچ کې یاد شي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال «وېکرام مسري» نن(شنبه، د می ۱۰مه) د پاکستان د‌ پوځ هغه ادعا رد کړه، چې ګوندې توغندي یې پر افغانستان لګیدلي دي. او ویلي یې دي، اړتیا نشته چې افغانستان دې بې ځایه په روان کړکېچ کې یاد شي.

مسري همداراز زیاته کړې، پاکستان په تېر یو نیم کال کې پر افغانستان توغندیز بریدونه کړي او څو ځلي یې عام افغانان یې وژلي دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې د هند او پاکستان ترمنځ د پوځي کړکېچ د لا زیاتېدو په لړ کې، د پاکستان د پوځ ویاند «احمدشریف چودري» ادعا وکړه، چې د هند له خوا توغول شوي توغندي په افغانستان کې لګېدلي دي.

د پاکستان د پوځ ویاند دا اقدام “خورا ګواښوونکی” او د “سیمې د بې ثباته کولو” د هند د هڅې یوه برخه وبلله، او زیاته یې کړه چې هند هم د نور خان، شورکوټ او مرید په ګډون د پاکستان په دریو مهمو هوايي اډو د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.

د می په ۷مه د هند د وسله‌والو ځواکونو یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې دوی د پاکستان پوځي تاسیسات نه دي په نښه کړي، او د دغه هېواد بریدونو کې یې  یوازې “ترهګر” یې په نښه کړل.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button