د پاکستان پوځ: د ډیورنډ فرضي کرښې له لارې د داخلېدو پر مهال د ټي ټي پي ۲۵ غړي وژل شوي
د پاکستان د پوځ ویاند، احمد شریف چودري، ویلي چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) ډلې، چې غوښتل یې د له فرضي کرښې پاکستان ته داخله شي، د پاکستاني ځواکونو له لوري په نښه شوې دي. د ده په وینا، په دغو نښتو کې ۲۵ د TTP جګړهماران او ۵ د پاکستاني امنیتي ځواکونو سرتېري وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ د معلوماتو له مخې، دغه جګړې د جمعې او شنبې په ورځو، د اکتوبر په ۲۴مه او ۲۵مه، د خُرم ولسوالۍ د «ګاکي» په سرحدي سیمه او همدارنګه د شمالي وزیرستان د «سپینوام» په سیمه کې رامنځته شوې دي.
خواجه اصف: که د ترکیې مذاکرات ناکام شي، له افغانستان سره مخامخ جګړې ته رادانګې
ویاند زیاته کړې چې یوازې په سپینوام کې ۱۵ وسلهوال او په ګاکي سیمه کې ۱۰ نور د TTP غړي وژل شوي دي، چې په وژل شوو کې څلور ځانمرګي بریدګر هم شامل دي.
چودري ویلي: «د خوارجو د دې نفوذي هڅو تر شا هغه وخت دی، کله چې د پاکستان او د افغانستان د طالبانو استازي په ترکیه کې د خبرو اترو پر مېز ناست دي، او دا مسئله د طالبانو د سرپرست حکومت د نیت په اړه پوښتنې راولاړوي، چې ایا د خپلې خاورې له لوري د ترورېزم د مهارولو اراده لري که نه.»
هغه زیاته کړې چې پاکستان له طالب چارواکو څخه تل غوښتنه کړې چې پر پوله اغېزمن مدیریت وکړي، د دوحې تړون له ژمنو سره سم عمل وکړي، او اجازه ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د وسلهوالو ډلو لهخوا وکارول شي.
د طالبانو حکومت لا تر اوسه د پاکستان د پوځ د دغو څرګندونو په اړه څه نهدي ويلي.
د یادونې وړ ده چې د طالبانو حکومت تل دا ډول تورونه رد کړي دي.


