افغان کډوال

د پاکستاني ریاست له زندانونو ۶۲ افغانان ازاد شوي

اړوند خبرونه:

عباس عراقچي: د افغان کډوالو د ستنېدو بهير به تدريجي وي

علیرضا بیګدلي: ایران کې افغان کډوال د دې هېواد په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لري

ملګري ملتونه: تېرو ۲ورځو کې نږدې ۹زره افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي

د پاکستان له زندانونو څخه د افغان بندیانو له خوشې کېدو په لړ کې د کډوالو چارو وزارت له دغه هېواد څخه د ۶۲ افغان بندیانو د خوشې کېدو اعلان وکړ.

وزارت نن (پنجشنبه، د غویي ۴مه) په لسمه پاڼه کې لیکلي چې ۶۲ افغان کډوال چې په پاکستان کې بندیان وو، د غویي ۳مه له زندان څخه خوشې او هېواد ته راستانه شول.

د کندهار ولایت د سپین بولدک سرحدي ریاست د نوم لیکنې او استقبال کمیټې د معلوماتو له مخې، یاد شوي کسان د پاکستان په بیلابیلو برخو کې نیول شوي او له یوې څخه تر څلورو ورځو پورې ساتل شوي وو.

پاکستان د روان کال د اپریل له لومړۍ نیټې راهیسې د افغان کډوالو د ایستلو دوهم پړاو پیل کړی دی. د راپورونو له مخې د روانې میاشتې له پیل راهیسې له ۸۰۰ زره څخه ډېر افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

په لومړي پړاو کې، چې د ۲۰۲۳ کال په نومبر کې پیل شو، شاوخوا ۸۰۰ زره افغان کډوال یا په زور یا په خپله خوښه خپل هېواد ته راستانه شول.

په هغه وخت کې، د پاکستان لنډمهاله لومړي وزیر انورالحق کاکړ ادعا وکړه چې په هېواد کې ناامني زیاته شوې او “ناقانونه افغان” کډوال په ډیری پیښو کې ښکیل دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button