د پخواني ښځو چارو وزارت کارمنانې: “د وزارت له تړل کېدو وروسته هېڅ ځای نشته چې د ښځو غږ واوري”
طالبانو د ښځو پر زده کړو او نورو فعالیتونو محدودیت وضع کړي دي
بي بي سي دغه رپوټ کې د خوندیتوب لپاره د مرکه کوونکو نومونه اړولې دي
“د ښځو چارو وزارت د افغانو ښځو د غږ اورېدو او د هغوی ستونزو ته د رسیدګۍ یوازینی ځای و خو طالبانو وتاړه، اوس هېڅ داسې کوم ځای نشته چې د ښځو مخ ور واوړي او ملاتړی یې وي.”
دا افغانستان کې د پخواني ښځو چارو وزارت کارمنه “شمله” ده. هغه د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو له پوهنځي فارغه شوې او ۱۶کاله یې دغه وزارت کې کار کړی دی.
شمله وايي، د کار په شپاړس کلنه موده کې یې د ښځو د تاوتریخوالي اړوند ګڼ شمېر قضیې څېړلي، د اړتیا پر مهال به یې هغه ښځې امن خونو ته ورپېژندلې، چې کورني تاوتریخوالي به ترې ارام تروړلی و او دې ته به مجبورېدې چې له خپلو کورونو ووځي.
نوموړې وايي مخکې به یې د نورو ښځو عدالت غوښتنې ته کار کاوه، اوس پخپله د عدالت په لټه کې ده خو ځای ځایګی ترې ورک دی.
هغه وايي د ” کار کولو حق” ترې اخیستل شوی
“کله به مې چې د ښځو تاوتریخوالي اړوند قضیې حلولې، ځان مې قوي احساساوه، ما د خپل ژوند ډېرو کلونو کې د ښځو لپاره عدالت غوښتی اوس پخپل حق کې عدالت پسې ګرځم خو داسې هېڅ ځای نشته چې ورشم او غږ ترې پورته کړم.”
طالبانو پر افغانستان د خپلې دویمې واکمنۍ له پیل وروسته د ۲۰۲۱کال سپټمبر میاشتې پر اوومه نېټه خپله ۳۳ کسیزه کابینه اعلان کړه، چې یوه ښځه هم په کې نه وه، او د ښځو چارو وزارت یې هم ترې لېري کړی و.
له هغې وروسته یې د همغه کال سپټمبر پر اوولسمه د کابل په زړه کې د ښځو چارو وزارت پر ودانۍ د دعوت، ارشاد او امربالعمروف په نامه د نوي وزارت لوحه راوځړوله.
دا د طالبانو اړوند هغه اداره ده چې، پر خلکو “سخت مذهبي” قوانین پلي کوي.
د طالبانو دې پرېکړې هغه مهال په کور دننه او بهر د ښځو د ملاتړو سخت غبرګونونه راوپارول.
د پخواني ښځو چارو وزارت کارمنانو د وزارت نوم بدلېدو خلاف د وزارت مخې ته احتجاج کړی و او شعارونه یې ورکول چې، د دغه وزارت ودانۍ د ښځو د وزارت ملکیت دی او په دې نامه یې د بنسټ ډبره کېښودل شوې وه.
“د ښځو د تاوتریخوالي اړوند سلګونه دوسیو برخلیک ته اندېښمنه یم”
شمله ۵۰ کلنه او د څلورو اولادونو مور ده. هغه د پخوانی ښځو چارو وزارت د درېیم بست کارمنه وه. نوموړې د خپل کار پر مهال دغه وزارت کې د ښځو تاوتریخوالي ډېرو قضیو څېړلو برخه کې کار کړی. شمله وايي، سره له دې چې ګڼې دوسیې حل شوې وې، خو “د دفتر المارۍ له سلګونه نورو نا حل شویو دوسیو ډکې پاتې شوې.”
هغې بي بي سي پښتو سره خبرو کې ویلي، هره ورځ به په لسګونه ښځې دغه وزارت ته ورتلې او خپل شکایتونه به یې راوړل.
د نوموړې په وینا: “د هغو سلګونه دوسیو برخلیک ته اندېښمنه یم، چې ښځې یې په تړاو وروستۍ پرېکړې ته په تمه پاتې وې.”
که څه هم د طالبانو حکومت ویاندویانو په تکرار سره ادعا کړې، چې د “اسلامي شریعت” په چوکاټ کې د افغان ښځو حقونه خوندي شوي دي او په حکومتي کچه یې غږونه اورېدل کېږي، خو د بشري حقونو بېلابېلو نړېوالو بنسټونو پر ښځو د طالبانو محدودیتونو ته په کتو په دې هېواد کې په پراخه کچه د بشري حقونو نقض په اړه اندېښنې ښودلي دي.
شمله وايي: “ښځې له ډاره له کوره نه شي وتلی او نه هم د خپلو ستونزو په اړه د طالبانو حکومت خبرولی شي، ځکه دوی د ښځو پر ضد دي او ټولې پرېکړې هم د سړیو په ګټه کوي.”
“حاضري یې راته د موټرو په پارکېنګ کې ایښې، وزارت ته د ننوتو اجازه نه لرو”
بي بي سي پښتو پاڼې د پخواني ښځو چارو وزارت له ګڼو هغو ښځینه کارمنانو سره خبرې کړي، چې اوس ورته د “حرفوي او مسلکي زدکړو” تر ادارې لاندې میاشتني معاشونه ورکول کېږي.
دا هغه اداره ده، چې د طالبانو حکومت د ښځو وزارت له لغوه کېدو وروسته “تش په نامه” جوړه کړه او “ظاهرا د ښځو برخه کې هېڅ ډول فعالیت نه لري.”
د دغو کارمنانو د کره شمېر مالومولو په اړه د پرلپسې اړیکو سربېره د طالبانو حکومت د بي بي سي پوښتنې ځواب نه کړې.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ښځو وزارت لغوه کېدو په تړاو غبرګونونو ته په ځواب کې هغه مهال ویلي هم و چې، د ښځو لپاره د یوې “اغېزمنې” او “فعالې ادارې” رامنځته کولو لپاره کار کوي.
نوموړي پر ښځو چارو وزارت هم نیوکې کړې وې چې یوه “سمبولیکه” اداره وه او هېڅ تطبیق یې نه درلود. دا هغه ادعاوې دي چې د پخواني وزارت ځینې کارمنانې یې ردوي.
هدیه د دغې ادارې کارمنه ده چې اته کاله یې دغه وزارت کې کار کړی.
هغه وايي: “زه اوس هسې تش په نامه د یوې ادارې کارمنه یم، نه کار کوم او نه هم د حکومت د کومې ادارې د کارمنې په توګه هویت لرم. دا معاش چې راکول کېږي هېڅ مانا نه لري او زمونږ تر پخوانیو معاشونو هم ډېر کم دي، خو هغو ښځو ته بیا هم د عاید ښه سرچینه ده چې د کور سرپرستي ور په غاړه ده.”
هدیه وايي: “طالبانو ته ښځې هېڅ ارزښت نه لري، آن د انسان په سترګه لا نه ورته ګوري. د حاضرۍ مېز یې راته د موټرو پارکېنګ کې ایښی کله چې میاشت کې دوه ځله د خپلې حاضرۍ امضا کولو ته ځم او په هغه ځای درېږم ځان راته ډېر کم ښکاري.”
“کله چې د وزارت له دروازې تېرېږم، فکر کوم اووه اسمانه مې پر سر رالوېږي”
هدیې د مالوماتي ټکنالوژۍ برخه کې تر ماسټرۍ کچې زدکړې کړي، او د وزارت دننه یې د تخنیک او ټکنالوژې برخه کې مهم کارونه ترسره کړي دي.
هغه وايي:”له دې وزارته ډېرې خاطرې لرم. مونږ دا وزارت فایبر کېبل سره وصل کړ، دا وزارت مو ۳۳ نورو ولایتونو سره وصل کړی و او څلورو خواوو ته مو امنیتي کمرې نصب کړې وې د دې ټولو کارونو په راس کې زه وم اوس چې کله د دې وزارت له دروازې تېرېږم او دا هر څه رایادېږي فکر کوم اووه اسمانه مې پر سر رالوېږي.”
هدیه خپلې مور او دوو خویندو سره اوسېږي او کور کې هېڅ نرینه نه لري.
هغه وايي: “د خدای شکر دی چې ما او خویندو مې دولتي دندې وې چې اوس یو څه معاشونه راکول کېږي او ګوزاره پرې کوو خو په زرګونه داسې ښځې شته چې بې سرپرسته په کور کېنول شوي دي او ښايي د خوراک هېڅ څه و نه لري.
د ښځو چارو وزارت سربېره د نورو دولتي او غیر دولتي ادارو سلګونه زره ښځینه کارمنانې د طالبانو حکومت هغو ژمنو پوره کېدو ته په انتظار دي، چې د “امر ثاني” تر نامه لاندې له څه باندې دوو کالو راهیسې په کور کېنول شوي دي.
دا هغه امر دی چې ډېرې ښځې یې اوس د “عمري زندان” په مانا یې تعبېروي.