هنر او ادب

د پټان فلم له ګټې یوازې شاه رخ خان ته دوه میلیارده روپۍ ورکړل شوي

شاه رخ خان په پټان فلم کې د کار کولو د فیس پر ځای د هغې پر شپیته سلنه ګټه هوکړه کړې وه چې دا چار ډیره ګټوره ورته تمامه شوه

پټان هندي فلم چې د بالیووډ سینما وتلي ستوري شاه رخ خان پکې مرکزي رول لوبولی سینما ته له راوتو سره سم ډیر مشهور شو او په کمو ورځو کې یې د هند او نړۍ په کچه میلیونونه روپۍ ګټه وکړه.

نوموړي فلم په یوازې په هند کې ۵۴۳ کروړه هندي روپۍ ګټلي چې پر دې سربیره یې د نړۍ په سینماګانو کې هم ۳۹۶ کروړه روپۍ ګټه کړې ده.

د هندي رسنیو د رپوټونو پر بنسټ نوموړي فلم د سټلایټ حقوقو له درکه هم ۱۵۰کروړه روپۍ ګټلي او د موسیقۍ له درکه یې هم دیرش کروړه روپۍ ترلاسه کړې دي.

نور ولولئ: پټان فلم د نړۍ تر ټولو غوره بلاک بسټر فلم شو

له نوموړو روپیو څخه د یش راج فلم جوړونې کمپنۍ او په فلم کې نورو دخیلو بنسټونو او اشخاصو ښه پریمانه ګټه کړې ده.

په نوموړي فلم کې یوازې شاه رخ خان ته دوه سوه کروړه روپۍ ورکړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په ټولیزه توګه نوموړي فلم زر کروړه هندي روپۍ ګټلې دي.

په دې فلم کې شاه رخ خان د یوه پښتون هندي تبعه رول لوبولی

پټان فلم چې اوسمهال د نړۍ په سراسر کې ډیر مشهور شوی دی د بالیووډ وتلي ستوري شاه رخ خان پکې د یوه پښتون هندي تبعه رول لوبولی دی چې نوم یې هم پټان (پښتون) دی.

په فلم کې نوموړي د یو پښتون د ننګ، غیرت او زړورتیا د ښودلو په لړ کې نړۍ ته د پښتنو مثبت تصویر وړاندې کړی دی چې پر وطن باندې په ننګ کولو کې سرښندنې ته تیار دی.

په افغانستان کې هم دې فلم ګڼ مینه وال پيدا کړل او ډیرو خلکو کتلی دی

پټان فلم په افغانستان کې هم ګڼ شمیر خلکو له دې امله ولیده چې وګوري څرنګه پکې یو پښتون ترسیم شوی دی.

په نوموړي فلم کې ځینې داسې صحنې هم شته چې ښیي (پټان) په افغانستان کې هم یو استخباراتي ماموریت تر سره کوي او یو لوی کلی له تباه کیدو څخه وژغوري.

نور ولولئ: په نږدې راتلونکې کې به پټان فلم په چين، جاپان او جنوبي کوريا کې په ځينو سینماګانو کې نندارې ته وړاندې شي

په نوموړي فلم کې د ترهګرو پټنځای هم په افغانستان کې ښودل شوی دی چې بیا پکې د عامو افغانانو په مرسته دا پټنځای د (پټان) استخباراتي ډله پيدا کوي او ترهګر چې د هند حکومت ته یې ګواښ پیښ کړی وي له منځه وړل کیږي.

د یادونې وړ ده چې د فلم په دوو صحنو کې د بالیووډ بل وتلی ستوری سلمان خان هم د (ټایګر) په څیره کې ښکاره کیږي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button