سیمه ییز خبرونه

د پښتو له قامي جرګې د خلکو د پام اړولو لپاره د پاکستاني پوځ هلې ځلې

د پاکستان پوځ هڅې کوي تر څو د قامي عدالت له جرګې د خلکو پام په بله واړوي او کم‌رنګه یې کړي

پاکستان د پښتنو له قامي جرګې په ویره کې دی او هڅه یې داده چې هر رنګه وي، خو دغه جرګه باید ناکامه کړي.

په داسي حال کې چې په خیبر کې د پښتنو قومي عدالت جرګې ته وخت په رالنډېدو دی، د پاکستان پوځ ته نژدې رسنیو هڅه پیل کړې چې د خلکو پام افغانستان دښمنۍ ته واړوي.

پرون د پاکستان په پوځ پورې تړلې رسنۍ، سما د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر دیورند کرښه د نښتو او په لړ کې یې طالب ځواکونو ته د درنو مرک ژوبلو د اړولو ادعا خپره کړه.

د پاکستاني پوځ او افغان طالبانو نښته

دې رسنۍ بې له دې چې د نښتې نېټې ته اشاره وکړي، ویلي چې پاکستاني پوله ساتو ډیورند کرښې ته نژدې په نوشکي کې هغه مهال د افغانستان ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله واړوله چې هغوی د ازغن سیم په ترمیمولو پر بوختو پاکستاني ځواکونو ډزې وکړې.

نور ولولئ: د بښنې نړیوال سازمان: پاکستانی ریاست دې پر پي ټي اېم لګولي بندیزونه ختم کړي

نور ولولئ: پاکستاني ریاست د پښتنو قومي عدالت جرګې ته پر روان کاروان ډېرې کړي او ۳ تنه یې وژلي

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي او نورو رسنیو هم په دې اړه کوم راپور نه دی خپور کړی خو څو ورځې وړاندې د کندهار او بلوچستان ترمنځ پر ډیورند کرښه د څو نښتو خبرونه ورکړای شوي وو.

د افغان رسنیو په اړه د سما رسنۍ تبلیغات

سما په یوه بل خبر کې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې د رسنیو د محدودیت په اړه د بخښنې د نړیوال سازمان اندېښنه خپره کړې ده. دا په داسي حال کې ده چې پاکستان په خپله نه یوازې رسنۍ نه پرېږدي چې په ازاد ډول خبرونه خپاره کړي، بلکې حتي د موبایل ټیلفونونو مخابراتي شبکې او انرنیټ یې په هغو سیمو کې چې د مخالفت اواز ورڅخه اوچتېږي، بند کړی دی.

پاکستاني رسنیو د اسلام اباد په وروستیو مظاهرو کې د افغانانو ګډون ته هم ډیره لمن وهلې خو په اسلام اباد کې د افغانانو ټولنې وايي چې دا تورونه بې اساسه دي او د دې لپاره شوي چې د عمران خان د تحریک انصاف په اړه د پاکستان د خلکو نظر مشکوک کړي.

ډېری رسنۍ وايي، پاکستان له همدې کبله چې د پښتنو قامي جرګه کم رنګه کړي، ډاکټر ذاکر نایک یې اسلام اباد ته دعوت کړی دی، خو په دې اړه د پاکستان ریاست څه نه دي ویلي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button