افغانستاناقتصاد او سوداګري

د پیسو نړیوال صندوق: “افغانستان سره مو مرستې ځنډولې دي”

اړوند خبرونه:

ډبلیو ایف پي: یو میلیون افغانانو ته د مرستو رسولو لپاره ۱۶ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده

ډبلیو ایف پي: څلور میلیونه افغان مېندې او ماشومان پر خوارځواکۍ اخته دي

دپیسو نړیوال صندوق (IMF) افغانستان ته خپلې مرستې ځنډولې دي، ځکه چې د دغه صندوق په وینا په دغه هېواد کې سیاسي ناڅرګندتیا ورځ تر بلې ډېریږي.

دا خبره هغه مهال څرکنده شوه چې د پیسو نړیوالې بسپنې (صندوق) تازه د ۶۵۰ میلیارد ډالرو په ارزښت ځانګړې اختصاصي حقوق (SDR) د خپلو غړو هیوادونو لپاره اعلان کړل، خو افغانستان په دې وخت کې د دغو مرستو د ترلاسه کولو اجازه نه لري.

د پیسو د نړیوالې بسپنې ویندوی جېري رایس د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل چې افغانستان دې مرستې ته لاسرسی نه لري، ځکه چې د افغانستان د حکومت په اړه لاهم نړیواله ناڅرګندتیا شته.

هغه زیاته کړه: «زموږ اړیکې له افغانستان سره تر هغه وخته ځنډول شوي چې د حکومت د رسمیت پېژندنې په اړه د نړیوالې ټولنې له لوري وضاحت رامنځته شي. زموږ لارښوونه د نړیوالې ټولنې پرېکړې کوي، او موږ اوس داسې څه نه لرو.»

رایس وویل، له همدې امله د  پیسو د نړیوالې بسپنې پروګرام په افغانستان کې ځنډول شوی دی.

هغه زیاته کړه: «لکه څنګه چې ما تېره میاشت وویل، افغانستان دا مهال د IMF سرچینو ته لاسرسی نه لري، نه د SDR او نه نورو مرستو ته. خو یو ځل بیا وایم چې موږ چمتو یوو له نړیوالې ټولنې سره کار وکړو تر څو د احتمالي بشري ناورین د مخنیوي لپاره عاجل اقدامات وشي.»

هغه ټینګار وکړ چې د پیسو نړیواله بسپنه د افغانستان د سخت اقتصادي او بشري وضعیت له امله ژوره اندېښمنه ده.

د نیویارک پوسټ د راپور له مخې، د طالبانو د واکمنۍ له پیلېدو (د اګست ۱۵ مه) وروسته، افغانستان ته بهرنۍ مرستې سمدستي کنګل شوې. د دې ترڅنګ، د امریکا متحدوایالتونو د افغانستان بانک ۹.۴ میلیارده ډالره زېرمه هم کنګل کړه.

سربېره پر دې، د پیسو نړیواله زېرمه او نړیوال بانک خپل پورونه بند کړل، او د مالي شفافیت د څار ځانګړې ادارې (FATF) پر خپلو ۳۹ غړو هېوادونو غږ وکړ چې د طالبانو شتمنۍ کنګل کړي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button